د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالانو ته تر ټولو ډیر خطرونه په اسلام اباد کې پېښ شوي: فریډم نیټورک  


د نیټ ورک مشر اقبال خټک د اپریل پر ۳۰مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې ۶ خبریالان وژل شوي
د نیټ ورک مشر اقبال خټک د اپریل پر ۳۰مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې ۶ خبریالان وژل شوي

د نیټ ورک مشر اقبال خټک د اپریل پر ۳۰مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې ۶ خبریالان وژل شوي ، ۵ تښتول شوي ، د ۷ خبریالانو د وژنې هڅه شوې وه ، ۲۵ نیول شوي وو او د ۲۷ خبریالانو پر ضد د پیکا د قانون لاندی مقدمې درج شوي دي.

په پاکستان کې د میډیا د ازادۍ شبکې فریډم نیټ ورک په خپل کلني رپورټ کې ویلي چې په دغه هیواد کې په خبریالانو د بریدونو او د هغوي د زورولو په پیښو کې ۴۰ فیصده ډیروالې راغلې دی.

د راپور تر مخه دا مهال خبریالانو ته تر ټولو ډیر خطرونه په بلوچستان یا پخوانیو قبایلي سیمو کې نه بلکه د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې رامنځ ته شوي دي.

فریډم نیټ ورک د ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱م کالونو لپاره په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې د کال ۲۰۲۰ م د مۍ میاشتې څخه تر کال ۲۰۲۱ م د اپریل میاشتې پوری په پاکستان کې د خبریالانو پر ضد د تشدد او د هغوي د زورولو ۱۴۸ پیښې ثبت شوي دي.

د نیټ ورک مشر اقبال خټک د اپریل پر ۳۰مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې ۶ خبریالان وژل شوي ، ۵ تښتول شوي ، د ۷ خبریالانو د وژنې هڅه شوې وه ، ۲۵ نیول شوي وو او د ۲۷ خبریالانو پر ضد د پیکا د قانون لاندی مقدمې درج شوي دي.

اقبال خټک زیاتوي چې چې یو وخت کې بلوچستان او د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د خبریالانو لپاره له خطره ډک ځایونه ګڼل کیدل خو اوس د هیواد پلازمینه اسلام اباد تر ټولو ډیر خطرناک ځاي ګرځیدلې دی. د نوموړي په وینا د راپور تر مخه په خبریالانو د زورزیاتي ۳۴ فیصده پیښې په اسلام اباد کې رامنځ ته شوي دي.

د فریډم نیټ ورک راپور وايي چې د خبریالانو پر ضد د تشدد او زورولو ۲۶ فیصده پیښې په سیند کې ، ۲۰ فیصده په پنجاب کې ، ۹ فیصده خیبر پښتونخوا کې ، ۶ فیصده د پاکستان د انتظام لاندی کشمیر کې او ۵ فیصده په بلوچستان کې ثبت شوي دي.

ګوهر محسود یو خبریال دی چې په وزیرستان کې د خراب امنیت له کبله اسلام اباد ته کډه شوې وو ، خو اوس هلته هم د خپل کار په لار کې د یو شمیر خطرو او خنډونو سره مخ شوی دی.

نوموړې وايي ، که چیرې د خپلې سیمې په کومه امنیتي موضوع راپور ورکول غواړي نو د ریاستي ادارو او غیرریاستي ډلو دواړو له خوا د پوښتنو او دړکو سره مخ کیږي. ګوهر محسود وايي تیرکال د یو راپور له کبله هغه له اسلام اباده ویستل شوې وو.

د فریډم نیټ ورک په راپور کې راغلي چې تیرکال حکومت د د انټرنیټي جرمونو د مخ نیوي د قانون یا PECA د لاندی د ۲۷ خبریالانو پر ضد مقدمې درج کړي دي.

په اسلام اباد کې د بشري حقونو یو دفاع کوونکې خوشال خان وايي چې دا قانون ډیر ابهام او کمزورۍ لري او په ډیرو موقعو په سمه توګه نه عملي کیږي. نوموړی وايي باید په دې کې د اصلاحاتو لپاره په پارلیمان کې بحث وشي .

بل خوا حکومت ادعا کوي چې د خبریالانو د حقونو او د هغوي د امنیت لپاره کار کوي او دا چې د انټرنیټي جرمونو د مخ نیوي قانون د ترهه ګرۍ د مخ نیوي لپاره کاروي.

وزیراعظم عمران خان د کال دوه زره نورلسم د جولایۍ په میاشت کې واشنګټن ته د سفر پر مهال یوې خبري غونډې ته ویلي وو ، چې په پاکستان کې په میډیا د بندیزونو خبره یوه ټوقه ده او دا چې دغلته میډیا له بریتانیې هم ډیره ازاده ده.

XS
SM
MD
LG