د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې پر خبریال اسد طور تشدد وغندل شول


پاکستان کې پر خبریالانو بیا بیا د ناڅرګندو خلکو له خوا د تشدد پرضد د خبریالانو ټولنې مظاهرې هم کوي
پاکستان کې پر خبریالانو بیا بیا د ناڅرګندو خلکو له خوا د تشدد پرضد د خبریالانو ټولنې مظاهرې هم کوي

په اسلام اباد کې وسله والو په خبريال اسد طور بريد کړی او نوموړی يې ژوبل کړی دی. د بښنې نړيوال سازمان په ګډون يو شمېر د خبريالانو حقونو ادارو او جرنلسټانو د دې بريد غندنه کړې. دوی تور لګولی چې حکومت په سرښار اسلام اباد کې هم خبریالانو ته په تحفظ ورکولو کې پاته راغلی دی. بلخوا حکومت هم د ياد بريد غندنه کړې او وايې د پيښې پلټنې يې پېل کړي دي.

په اسلام اباد کې ناڅرګنده وسله وال د خبريال او يوټيوب ولاګر اسد علي طور کور ته ورننوتي او هلته يې په نوموړي تشدد کړی. د سه شنبې په شپه ناوخته درې وسله وال په زبردستۍ سره د اسد کور ته ورننوتل او د هغه پښې او لاس يې وتړل او تشدد یې پرې وکړ. اسد طور چې زخمی دی، دا ټول تفصيلات يې په يو شخصي هسپتال کې د ويډيو د لارې ورکړي دي. نوموړی وايې حمله کونکو له ده پوښتنه کوله چې له کومه ځايه ورته فنډنګ کېږي او څومره پيسې درته ملاوېږي: "زه يې مسلسل د تمانچې په بټ يا موټي ووهلم. ما چغې وهلې خو چې ما به چغې وهلې نو هغوی بيا زما د خولې بندولو کوشش وکړ.بيا هغوي ماته وویل که غلی نه شوې نو بيا درباندې ډز کوو."

لا هم په اسد طور د بريد ذمه وار چا نه ده منلې خو پروسږکال هم په نوموړي د پاکستان پوځ د بدنامولو تور لګېدلی وو او په دې لړ کې له يوه عدالتي کېس سره هم مخامخ شوی وو. څو هفتې مخکې هم په اسلام اباد کې په حکومت او اېسټیبلېشمنټ تنقيد کوونکي يو بل خبريال ابصار عالم بريد شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د مې په ۲۱ مه د پاکستان حکومت د خبريالانو د خونديتوب بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړ.که په ټولنيزو رسنيو کې يو خوا په اسد طور د حملې غندلو لړۍ روانه ده نو بلخوا د ياد قانون د ارزښت په اړه هم پوښتنې کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان ايمنسټي انټرنېنشل د جنوبي اسيا څانګې هم په خپل يو ټويټ کې ویلي دي چې هم په دې هفته کې د صحافيانو د تحفظ بل قامي اسمبلۍ ته تر وړاندې کولو وروسته په يو خبريال د کور دننه تشدد کول سخت اندېښمن کړي دي. دې ادارې د پاکستان له چارواکو غوښتي چې د خبريالانو د تحفظ لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

خبريال مطيع الله جان چې پروسږکال د امنيتي ځواکونو وردۍ اغوستو کسانو بوتلی و او بيا يې تر دولس ګنټو پس خوشې کړ، هم د اسد طور د تښتولو غندنه کړې. نوموړی وايې قوانين جوړول اسان دي خو پر هغو عمل کول ګران دي. نوموړي د مې پر ۲۶ مه مې مشال رېډيو ته وويل چې پروسږکال د ده د اغوا کېدو پلټنې تر دې دمه نه دي شوي. دی وايي، وزيراعظم ورته ویلي چې د کورنيو چارو له وزيره دې په دې اړه پوښتنه وکړي او د کورنيو چارو وزير بيا وايي چې دوی ته يې معامله نه ده ورغلې.

مطيع الله جان تور پورې کړ چې حکومت بې وسه دی: "زما په خيال زموږ چې کوم ظاهري ولسي او جمهوري حکومت دی نو هغه د طاقتور اسټېبلشمنټ پر وړاندې بېخي بې وسه دی. زموږ چې کومې ادارې دي لکه پوليس، عدليه او رسنۍ نو هغه دا مهال تر سخت فشار لاندې دي. په اسلام اباد کې په خبريالانو مخ په زياتېدونکې بريدونه ښيي چې حکومت د وزيراعظم عمران په کنټرول کې نه دی او ځينې نور قوتونه دا ملک چلوي او د وزيراعظم عمران خان حکومت ناکامه شوی دی."

په پاکستان کې د فريډم نيټورک په نامه د رسنيوو د حقونو ادارې راپور هم ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې منتخب شوي د تحريک انصاف په حکومت کې رسنۍ تر بې ساري فشار لاندې دي. د دې ادارې مشر، اقبال خټک د مې پر درېیمه مشال رېډيو ته وويل چې د ۲۰۲۰ز کال د اپرېل راهیسې په پاکستان کې پر خبریالانو د تشدد ۱۴۸ پېښې مخې ته راغلي‌چې په دې کې په بې بنياده تورونو د رسنيو کارکوونکو بندي کول هم شامل دي.

بلخوا د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري بيا په اسد طور د حملې نوټس اخیستی او د اسلام اباد پوليسو مشر ته يې امر کړی چې د واقعې تحقيقات دې وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزيري شيرين مزاري په خپل ټويټ کې په اسد طور د بريد غندنه کړې او وايې چې د حمله کوونکي سي سي ټي وي کېمرو راخیستي او د اطلاعاتو وفاقي وزير له وړاندې له پوليس سره په رابطه کې دی چې دارنګ ضروري اقدامات پورته کړل شي.

مشال رېډيو هڅه وکړه چې له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړو خو هغو زموږ فون پورته نه کړ، البته د اطلاعاتو وزیر مملکت فرخ حبیب د مې په درېیمه مشال رېډيو ته هم دومره ویلی وو چې د تحريک انصاف حکومت د رسنيو د ازادۍ سرلاری دی.

ياده دې وي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان او حکومتي غړو يې هم په وار وار وېلي دي چې په پاکستان کې رسنۍ مکمل ازادې دي. بلخوا د دې هېواد پوځ هم وېلي دي چې د هېواد په ساسيت کې هېڅ قسمه مداخله نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د رسنيو ازادۍ لپاره کارکوونکې د بې سرحده خبریالانو نړیوالې ادارې په درېمه مې د رسنيو د ازادۍ ورځ په مناسبت خپل راپور کې ويلي چې پاکستاني رسنۍ د وسله والو، امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو تر سخت فشار لاندې دي. د ایشیا لپاره د دې ادارې مشر، ډينيل بسټرډ په ياده نېټه مشال راډيو ته وويل چې د رسنيوو د ازادۍ په اړه دوی په جوړ کړي کلني لیست کې پاکستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۴۵ نمبر دی چې په وينا یې ښه پوزیشن نه دی.

XS
SM
MD
LG