د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالانو له کوټې تر اسلام اباده د لاریون دړکه کړې


په پېښور پرېس کلب کې د اکتوبر پر څلورمه نېټه د خبریالانو وفاقي اتحادیې (فیډرل یونین آف جرنلسټس) مشرانو وویل چې د نومبر پر دویمه به د خبریالانو د ۱۹ غوښتنو پوره کولو لپاره له کوټې تر اسلام اباده لانګ مارچ ترسره کوي.

دغه خبرې د پاکستان د خبریالانو فیدرل یونین مشر شهزاده ذولفقار مشال راډیو ته له غوندې وروسته په خبرو کې وکړه.

دی وايي، د رسنیو له ادارو څخه د زرګونو کارکوونکو ایستلو او د پاکستان میډیا ډیولپمنټ اتارټې په نوم د رسنیو د کنټرول کولو د نوي ممکنه قانون پرضد به دوی دا لاریون ترسره کوي.

نوموړی وايي: "په تېرو څو کلونو کې د رسنیو له ادارو څخه شاو خوا ۱۴ زره کارکوونکي ایستل شوي دي او له بې روزګارۍ سره مخ دي، سیاستوال او وکیلان مو هم، میډیا ته د ورپېښو ستونزو په اړه پوه کړي دي او دوی به له موږ سره په مارچ کې ملګري وي، ټاکل شوې ده چې د نومبر پر ۱۰مه نېته به موږ له کوټې د اسلام اباده پر لور روانېږو، په ټي وي چېنلونو کې هم اوس ډېر بد حالات دي او اېنکرانو ته زیاتې تنخاګانې ورکول کېږي خو په میدان کې کارکوونکو خبریالانو ته ډېرې لږې تنخاګانې ورکول کېږي."

په غونډه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو سیمه ایزو مشرانو د خبریالانو د لاریون ملاتړ اعلان کړ.

په دغه مهال د پاکستان پيپلز ګوند د خېبر پښتونخوا مشر نجم الدین خان مشال راډیو ته وویل:" زموږ د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې د خبریالانو لاریون ته ورغلی وو او د هغه د هدایاتو په رڼا کې موږ د خبریالانو د غوښتنو ملاتړ کوو چې خبریالان د میډیا د کنټرول کولو نوی ممکنه قانون نه مني نو موږ یې هم نه منو."

غونډې ته په وینا کې د نیشنل پرېس کلب اسلام اباد مشر شکیل انجم وویل چې موجوده حکومت په پاکستان کې د چین او سعودي عرب په رنګ د رسنیو کنټرولولو هڅه کوي.

ده وویل؛ " لومړی په خبریالانو غیر اعلانیه بندیزونه وو او دا هڅه کېدله چې د چین په رنګ صحافت دلته رایج کړل شي، خو چې پي اېف یو جې د هغې پرضد اواز پورته کړو نو اوس د پاکستان میډیا ډیولپمنټ اتارټي په نوم د یو قانون جوړولو له لارې د ازاد صحافت د تړلو هڅې روانې دي."

پخواني صوبايي وزیر او له جماعت اسلامي سره تعلق لرونکي د صوبايي اسمبلۍ غړي دغه غونډې ته پخپله وینا کې د رسنیو په صورتحال اندېښنه وښودله.

له غونډې وروسته له مشال رېډيو سره په خبرو کې هغه وویل:" دا وخت رسنۍ تر ډېر سخت دور تېرېږي، خبریالان له ویرې ترهې سره مخ دي او یو اړخ ته پر هغوی بېلابېل بریدونه کېږي او تښتول کېږي، نو بل اړخ ته یې معاشي قتل روان دی، بې روزګاره کېږي او یا ورله میاشتني معاشونه کموي، هغوی په جوړ کړل شوي خبرونو خپرولو مجبوروي، نو دا ډېر مایوس کن صورتحال دی او قام ته په رسنیو د حالاتو سم انځور نه ښودل کېږي."

د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي او په صوبايي اسمبلۍ کې د اطلاعاتو د قایمه کمیټۍ مشرې ثمر هارون بلور وویل، هڅه به کوي چې په قایمه کمیټۍ کې د خبریالانو بېلابېلې ستونزې رامخې ته کړي.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر چودري فواد حسین د اګست په میاشت کې ویلي ول چې په ټولنیزو رسنیو د دروغ خبرونو او د ناسمو معلوماتو د مخنیوي په هدف حکومت غواړي چې پاکستان میډیا ډیولپمنټ اتارټي په نوم نوي اداره جوړه کړي. خو د پاکستان خبریالان وايي، حکومت په رسنیو د نورو بندیزونو لګولو لپاره د نوي قانون او نوي ادارې د جوړولو اراده لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG