د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسده کې وسله والو یو خبریال وژلی دی


اېکسپرېس نيوز ټېلېوېژن او ورځپاڼې ویلي خبریال په شبقدر کې وژل شوی.

د خیبر پښتونخوا د چارسدې په شبقدر کې وسله والو د پاکستان د اردو ژبې شخصي ټېلېوېژن او ورځپاڼې يو خبريال وژلی دی.

اېکسپرېس نيوز ټېلېوېژن او اېکسپرېس ورځپاڼې د جولای پر درېیمه پر خپلو ووبپاڼو ليکلي چې افتخار احمد د خالي (شنبې) پر ورځ نامعلومه وسله والو وویشت.

تر اوسه چا پر نوموړي د برید ذمه واري نه ده منلې.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري رسنيو ته په لېږدولي يو بيان کې ويلي چې د بريد د وجوهاتو او د خبریال د وژونکو معلومولو لپاره یې پلټنې پيل کړې دي.

اېکسپرېس نيوز ټېلېوېژن او اېکسپرېس ورځپاڼې په بیان کې لیکلي چې افتخار احمد له ۱۷ کلونو راهیسې ورسره کار کاوه.

تر اوسه معلومه نه ده چې افتخار احمد ولې د برید ښکار شو او کورنۍ یې هم څه نه دي ویلي.

خو د رسنیو د ازادۍ او حقونو لپاره کارکوونکې ادارې فریډم نېټورک د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل په پای کې په خپل رپورټ کې ویلي ول چې په پاکستان کې د تېر یو کال په موده کې پر رسنیزو ادارو او د رسنیو پر کارکوونکو ۸۶ بریدونه شوي دي چې پکې څلور خبریالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG