د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ خبریالانې وايي، د کار په تړاو د "انلاین تشدد" ښکار شوې دي


د جيو ټېليويژن کارکوونکي انځور- ارشیف

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې په نړۍ کې ښځینه خبریالانې د کار له وجې له خطر سره مخامخ دي او د هغوی د انلاین ځورونې پېښې په زیاتېدو دي.

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې (یونیسکو) د جنورۍ پر شپږمه د خبریالانو په اړه په یوه جاري کړي راپور کې ویلي چې د یوې سروې پر اساس په نړۍ کې د ښځینه خبریالانو په څلورو کې درې برخې د خپل کار په تړاو د انلاین تشدد ښکار شوې دي.

په پاکستان کې د مدني ازادیو یوې ډلې (فریډم نیټ ورک) د ۲۰۱۷ز کال له راپور سره سم، یاد هېواد د ښځینه خبریالانو لپاره یو خطرناک ملک دی.

مختلفو نړیوالو تنظیمونو وخت په وخت په پاکستان کې د ښځینه خبریالانو مشکلات په ګوته کړي دي. دا چې په پاکستان کې ښځینه خبریالانې له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟ د پاکستان د خبریالانو وفاقي اتحادیې (فیډرل یونین اف جرنلسټس) مشر شهزاده ذوالفقار د جنورۍ پر اتمه مشال رېډیو ته وویل، په هغه هېواد کې ښځې خبریالانې ځکه شاته پاتې دي چې ځورول کېږي او یو شمېر نورې ستونزې هم لري.

نوموړی وايي: "لکه دوی په شپه کې رپورټنګ او خبریالي نه شي کولای. یا د کار په ځای کې ځورول کېږي. په میډیا کې د هغوی ځورونه ډېره ده. په رپورټنګ کې اکثره سرکاري افسران یا د سیاسي ګوندونو کسان وي، هغوی د دوی لپاره مسئلې جوړوي. د مثال په توګه امبر خېري دوی له کاره لېرې کړه. عاصمه شیرازي ده، د هغې خلاف وفاقي وزیرانو چې څه وویل، هغه ډېره افسوسناکه خبره ده. دا خو وزیراعظم ته پکار دي چې د دې کار نوټس واخلي او خپل کسان دې منع کړي. تر دې مخکې هم داسې ډېر واقعات شوي دي. موږ ډېر قوي دریځ خپل کړی دی چې حکومت دې د دوی تحفظ یقیني کړي."

شهزاده ذوالفقار وویل چې کله د خبریالې عاصمه شیرازي خلاف پر ټولنیزو رسنیو د وفاقي وزیرانو لخوا سختې خبرې وشوې نو دوی پر وټس ایپ د هغې لپاره یوه ډله جوړه کړه چې ډېر ملاتړ ورته حاصل شو.

پاکستانۍ خبریالې عاصمه شیرازي په ۲۰۲۱ز کال کې د هېواد خرابو اقتصادي حالاتو په اړه یوه مقاله کې پر حکومت نیوکې کړې وې چې وروسته د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار شهباز ګل په یوه خبري غونډه کې د انساني حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري او د تواناۍ وفاقي وزیر حماد اظهر پر ټویټر د شیرازي د مقالې په اړه سخت غبرګون ښودلی وو.

د ۲۰۲۰ز کال په اګست کې د پاکستان ښځینه خبریالانو یوې ډلې یو ګډ بیان جاري کړی و چې پکې یې له حکومته د خپل تحفظ غوښتنه کړې وه. په بیان کې دوی مطالبه کړې وه چې پر انټرنیټ د واکمن ګوند تحریک انصاف چارواکو او د پارټۍ د پلویانو لخوا دې د دوی خلاف تشدد او ځورونه بنده کړل شي. په دغه بیان د هېواد ۱۶۵ ښځینه خبریالانو دستخطې کړې وې.

خو حکومت د دغو تورونو په اړه په بیا بیا ویلي چې په پاکستان کې رسنۍ تر بل هر ځايه ازادې دي او د حکومت له خوا پرې هېڅ فشار نه شته.

په پېښور کې خبریالې فرزانه علي مشال رېډيو ته وویل، په دې وروستیو کې د ښځینه خبریالانو د ځورونو پېښې زیاتې شوي دي چې ذمه وار یې یوازې د واکمن ګوند پلویان نه بلکې نورې مذهبي، سیاسي او نامعلومې ډلې هم دي چې د ښځو د چوپ کولو لپاره مختلفې حربې استعمالوي چې پر انټرنیټ او سوشل مېډیا باندې تنګول یې یو مثال دی.

نوموړې وویل: "دا ښځې ډېر اسان ټارګټ وي، دوی وايي چې د ښځو کردار کشي وکړې نو هغوی به خپله چوپ شي. په تېر یو کال کې په دې ډېرې خبرې شوې دي. موږ کتلې دي چې په یو ټویټ هم ډېر زیات غبرګون مخې ته راځي. یو خو سیاسي ماحول ډېر خراب شوی دی. څوک برداشت نه کوي. بله انتهاپسندي ډېره زیاته شوې ده. "ټرولر ګروپونه" یوازې د پي ټي ایې نه دي. په دې کې مذهبي، سیاسي او نورې نامعلومه ډلې هم شته. پر ټوېټر داسې بې تربیه کسان راغلي دي چې پته ورته نه شته چې ځواب به څنګه ورکوې؟ تنقید به څرنګه برداشت کوې؟ د رایو ازاد اظهار څه ته وايي؟"

په پاکستان کې د میډیا میټرز فار ډیموکراسي په نوم د یوې غیر سرکاري ادارې د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر په یو رپورټ کې ویل شوي وو چې په هغه هېواد کې له پوښتل شویو ښځینه خبریالانو ۷۰ فیصده برخه یې د خپل کار په تړاو د ګواښونو، حملو او یا د ځورونې ښکار شوي دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو په کمیټۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړي سیف الرحمان د جنورۍ پر اتمه مشال رېډیو ته وویل، دا تسلیموي چې د میډیا، انساني او ښځو د حقونو لپاره د لا نور کار کولو ګنجایش مخکې هم و او اوس هم شته خو نوموړي وویل چې د بهترۍ لپاره د حکومت کوښښونه روان دي.

هغه وویل: "تېرو درو کالو ته وګورئ چې د ښځو د حقونو لپاره څومره قانون سازي شوې ده. یا د میډیا د حقونو لپاره کومه قانون سازي وشوه یا بیا کومه ازادي چې میډیا یې لري، نو په دې تاسو اواز اوچتولای شئ؟ په پاکستان کې تقریباً یو ۱۵۰ شاوخوا ځايي یا لوکل چینلې دي او تقریباً د ۵۰ برابر چې بهرنۍ هغه دي، نو زه خو وایم چې دې نه زیاته ازادي به خلکو ته څومره وي؟ زه له دې خبرې سره اتفاق کوم چې اوس هم ګنجایش شته چې د بهترۍ کوښښ وشي. خو کوشش لګیا دی او شوی هم دی. باقي دا کومو وزیرانو که څه خبرې کړې وي زه خو نه یم خبر، خو په پاکستان کې چې کوم سیاسي مزاج دی، نو یقیناً د میډیا خلاف به هم پکې ځینې خبرې شوې وي."

د پاکستان حکومت د خبریالانو خوندیتوب ( پروټیکشن اېف جرنلسټس اینډ میډیا پروفیشنلز بل) په نوم قانوني مسوده منظوره کړه. د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر میاشت کې د هغه قانون د لاسلیکولو په وخت ولسمشر عارف علوي ویلي ول چې هغه قانون خبریالانو ته خپلواکي ورکوي او هغوی له تاوتریخوالي او ځورونې نه هم خوندي ساتي.

په هغه قانون کې ویل شوي چې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونو او نورو شکايتونو په اړه اورېدو لپاره به يو کمېشن جوړېږي. همداراز د رسنيو ادارو ته ويل شوي چې خامخا به د خبريالانو د خوندي ساتلو لپاره ګامونه اخلي.

د شهزاده دوالفقار په خبره د ښځینه خبریالانو د ځورونو ځېني کېسونه رپورټ کېږي او ځیني نه. ځکه چې په ځینو وختونو کې خبریالانې سمجوته وکړي، خپل ځای او کار پرېږدي او خاموشه شي.

د یونیسکو مشر اوډرې ازولې په خپل بیان کې ویلي چې په ۲۰۲۱ز کال کې هم ګڼ شمېر خبریالانو د خپل کار قیمت ادا کړ.

نوموړي وویل چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو او ګواښونو د مخنیوي لپاره ډېر کار ته ضرورت دی.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG