د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین ۱۵ کسیزه ډله د داسو پېښې پلټنو لپاره پاکستان ته راغلې: شېخ رشید


د جولای پر ۱۴مه په بس کې په چاودنه کې د چینایانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي ول.
د جولای پر ۱۴مه په بس کې په چاودنه کې د چینایانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي ول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان په داسو سیمه کې د برید د پلټنو لپاره یوه ۱۵ کسیزه چینايي ډله پاکستان ته په سفر ورغلې ده.

شېخ رشید احمد دا خبره د جولای پر ۱۷مه په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې کړې ده.

شېخ رشید وویل، "د چینایانو ۱۵ کسیزه ډله هم راغلې ده او هغوي زموږ له امنیتي ادارو سره د پیښي ځاي ته رسېدلي دي."

نوموړي زیاته کړه چې دوی د چین حکومت ته باور ورکوي چې په دې پېښه کي ککړ کسان او پټ لاسونه به په هیڅ قیمت نه بخښي.

شېخ رشید وویل چې په دې پېښه کې لاس لرونکي د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ او د چین او پاکستان د دوستۍ دښمنان دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت له دې پېښې وروسته پاکستان ته ويلي ول چې د دوی د وګړو او پروژو خوندېتوب دې باوري کړي او د داسو د پېښې پلټنې دې وکړي.

وزیراعظم عمران خان د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی دی چې په پاکستان کې دې د چینايي وګړو امنیت یقیني کړي.

د شېخ رشید په وینا، وزیراعظم عمران خان تر برید وروسته د راپورته شویو حالاتو په لړ کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته ویلي چې د جولای پر ۱۸مه دې چین ته سفر وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د جولای پر ۱۴مه په بر کوهستان کې په یوه بس کې د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه نهه چينايان او درې پاکستاني وګړي ووژل شول. دوی د داسو ډیم د برېښنا جوړونې پر پروژې کار کاوه.

د خیبر پښتونخوا بر کوهستان کې تر دې پېښه وروسته د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه کېدونکې غونډه هم ځنډول شوې ده.

شیځ رشید احمد خبري غونډې ته وویل چې د داسو دا پېښه د هم دې غونډې د ځنډولو یو منظم سازش وو.

د ده په وینا، چین او پاکستان به په شریکه د داسې سازشونو مقابله کوي.

XS
SM
MD
LG