د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین-پاکستان اقتصادي راهداري افغانستان ته د غځولو لپاره اسلام اباد له کابل سره غږېدلی


چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ غځولو نقشه
چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ غځولو نقشه

د افغانستان لپاره د پاکستان سفير وايي هېواد يې په کابل کې له واکمنو طالبانو سره پر دې خبرې کړې چې افغانستان کولای شي د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدرۍ د اربونو ډالرو پروژه کې شامل شي.

په کابل کې د سېپټېمبر پر ۲۷مه له رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې منصور احمد خان وويل چې د دې کار هدف د افغانستان اقتصاد ښه کول دي.

نوموړی وايي په دې وروستيو کې د پاکستان، چين او روسیې استازو هم له طالب چارواکو سره د افغانستان په اقتصادي پرمختيا خبرې کړي او د ده په خبره تمه ده چې دا هېوادونه له طالبانو سره رابطو ته دوام ورکړي چې دارنګ دا ډله مخې ته ولاړه شي: ''د سيمه ييز پیوستون موضوع له افغان مشرتابه سره زموږ د بحث مهمه برخه وي. افغانستان او پاکستان چې له يو بل سره ۲۶۰۰ کلومیټره پوله لري نو سيپېک نه يوازې دا هېوادونه د بنيادي ډانچې او تواناني په پروژو له يو بل سره تړي بلکې جنوبي اسيا هم له منځنۍ اسيا سره نښلوي.''

امریکايي بیرغ له چینايي ملي څلي سره
امریکايي بیرغ له چینايي ملي څلي سره

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه يوه هېواد هم د طالبانو واکمني په رسميت نه ده پېژندلې. دغه راز د طالبانو لخوا د اګست پر ۱۵مه د کابل تر نيولو وروسته امريکا د افغانستان اربونه ډالره کنګل کړي او غوښتنه ترې کوي چې د بشري حقونو درناوی وکړي. بلخوا د سېپټېمبر پر ۲۴مه د امريکا ولسمشر جو بايډن په کوربتوب د کواډ اتحاد په سرمشريزه کې په سيمه کې د چين اقتصادي او پوځي اغېز په اړه ګډو اندېښنو کې د ازاد او پرانیستي انډوپېسيفیک ټکو ته هم اشاره شوې.

په داسې حالاتو کې افغانستان ته د پاکستان – چين اقتصادي راهدرۍ پروژې غځول څومره ممکن دي؟ په دې اړه په برتانيا کې د افغان چارو پوه سمیع يوسفزي د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وويل تر څو چې په کابل کې د طالبانو واکمني په رسميت نه وي پېژندل شوې نو تر هغو دغه پروژه افغانستان ته نه شي غځول کېدای. د ده په خبره روسيه، چين او پاکستان هم د طالبانو واکمنۍ په رسميت پېژندلو کې زړه نا زړه دي ځکه چې طالبان د خپلو پخوانيو پاليسو په عملي کولو ټينګار کوي: ''ترڅو چې نړيوالو افغانستان په رسميت نه وي پېژندلی نو تر هغو هېڅوک په دې هېواد کې سرمايه کاري نه شي کولای. د افغانستان برخليک نه دی معلوم. د داعش په ګډون نورې وسله والې ډلې هم په دې هېواد کې د امنيت ستونزه رامنځته کولای شي. نو د پاکستان د خبرو هدف يوازې دا تاثر ورکول دي چې دوی له افغانانو سره ولاړ دي خو دې ته په عملي شکل ورکولو کې به ډېر وخت لګي.''

په ږوب شېراني کې د چین -پاکستان اقتصادي راهدارۍ سړک د جوړېدو په حال کې
په ږوب شېراني کې د چین -پاکستان اقتصادي راهدارۍ سړک د جوړېدو په حال کې

که څه هم په کابل کې د پاکستان سفير وايي چې هېواد يې غواړي افغانستان په سيپېک پروژه کې شامل کړي خو په اسلام اباد کې د سياسي او اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي دا پريکړه به چين کوي، د ده په خبره ځکه چې د چين پاکستان اقتصادي کوريډيور پروژه په اصل کې د چين د (يوې سیمې او يو سړک) برخه ده . هوتي د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وويل چين به ګوري چې افغانستان ته له پاکستانه سي پېک غځول يا نېغ په نېغه ورته د (يوې سیمې او يو سړک) پروژې غځول يې په ګټه دي.

هوتي وايي ترڅو چې افغانستان ته د سيپېک په غځولو امريکا او چين په خپلو کې نه وي سلا شوي نو تر هغو دغه کار مشکل دی: ''اول به امريکا او چين په خپلو کې معاهده کوي نو د هغو په رڼا کې به بيا چين ته اجازه وي چې افغانستان ته د يوې سیمې او يو سړک پروژه وغځوي او که نه له پاکستانه افغانستان ته سيپېک وِغځول شي.''

له کله نه چې طالبانو افغانستان نيولی نو دا هېواد له اقتصادي چېلنجونو سره مخ شوی دی، ځکه چې په بهر کې د دې هېواد د اربونو ډالرو اثاثې کنګل کړل شوي دي. په کابل کې د پاکستان سفير ويلي چې هېواد يې کوشش کوي چې د افغانستان اقتصادي حالت ښه کولو لپاره دې هېواد ته د سيپېک پروژې د غځولو ترڅنګ د افغانستان په بانکي نظام نړيوال بنديزونه هم نرم کړي. د پاکستان وزيراعظم هم په نړيواله ټولنه غږ کړی چې د طالبانو انتظاميه يوازې نه کړي او ورسره دې مرستې وکړي چې دغه ډول هېواد ته يې له افغانستانه کډوال ورنشي. خو په پاکستان تور دی چې په کابل کې د امريکا ملاتړ لرونکي حکومت په ړنګولو کې يې له طالبانو سره مرسته کړې بلخوا اسلام اباد او طالبان دا تورنه ردوي.

XS
SM
MD
LG