د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيپېک پروژې ته کتنه


د چین ـ پاکستان اقتصادي لار یا سيپېک په اړه په یوه تازه څېړنه کې دې خبرې ته کتنه شوې چې بیجنګ د پاکستان ملکي حکومت خوښې ته په کتو په پروژو کې بدلون راوستی.

په څېړنه کې ویل شوي چې په دې پروژو کې خورا زیاتې مسلې دي خو پر دې سربېره به هم دا پروژه دوام ومومي.

په عین وخت کې د چین ـ پاکستان اقتصادي لار د پروژې ادارې (یا سيپېک اتارټۍ) د پالیسۍ چارو مشر ډاکتر لیاقت علي شاه د جون پر ۱۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړه چې ګواکې حکومتونه د خپلې خوښې پروژې سر ته رسوي.

د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي لارې د پروژې د ادارې شپږ کاله پوره شول. دا د چين "د يوې پټۍ ـ يوه سړک" پروژې برخه ده.

په دې وروستيو کې په يو څېړنه کې ويل شوي چې چين پاکستاني چارواکو خوښي ته په کتو د ترقياتي پروژو پلانونو کې بدلون راوستی دی.

د برتانيا يوې څيړنيزې ادارې (کارنيګې اېنډومنټ فار انټرنيشنل پيس) د سيپېک پروژو په اړه څېړنه کې راغلي چې څنګه بيجنګ او اسلام اباد د پاکستان کورنيو حالاتو ته په کتو خپلو پلانونه کې بدلون راوستي؟

د دغې څېړنې شريک ليکوال او د برتانيا اوپن پوهنتون ليکچرار فيلېپو بوني د مشال راډيو خبر مرکزي څانګې ته ويلي چې "د يوې پټۍ ـ يوه سړک" پروژه کې د پاکستان کړنلاره او ترجيجات پيچيلي دي.

خو په اسلام اباد کې د سيپېک اتارټۍ د پاليسۍ چارو مشر ډاکټر سيد لياقت علي شاه د جون پر ۱۰مه مشال راډيو سره په خبرو کې دا تاثر رد کړ چې ګواکې د سيپېک پروژو کې بدلون راوستل شوی.

نوموړی د دې ترشا ځیني وجوهات وښودل او ویې ويل:

"د سيپېک پروژو کې بدلون ځکه نشي راتلای چې موږ د سيپېک پروژو عملي کولو لپاره اوږد مهاله پلان جوړ کړی دی. دا پلان په ۲۰۱۷ز کال کې تيار شوی و او دا به ۲۰۳۰ز کال پوري جاري وي. دا پروژې به په درو پړاوونو کې سر ته رسېږي. په لومړي پړاو کې انفراسټرکچر (بنيادي ډانچه) او د توانايۍ یا انرژۍ پروژې به مکملوي. دویمه برخه يې د صنعتونو لګول او درېیمه برخه يې Consolidation يا د یو څه پیاوړي یا قوي کیدو عمل یا پروسه ده."

د سيپېک پروژو په اړه په څېړنه کې دا هم ويل شوي چې په پاکستان کې سياسي حکومتونو د سيپېک پروژه د خپلو سياسي مقاصدو ترلاسه کولو لپاره هم استعمال کړې. د پخواني وزيراعظم نواز شريف په ترجيجاتو کې پنجاب او سيند وو. نوموړي غوښتل چې د ۲۰۱۸ز کال له انتخاباتو مخکې په دغو صوبو کې ووټ ترلاسه کولو لپاره پروژي اعلان کړي خو د ۲۰۱۸ز کال ټاکنو کې د عمران خان تحريک انصاف ګوند واک ترلاسه کړ. د عمران خان حکومت د سيپېک پروژه د خپلو سياسي مقاصدو لپاره کارول پیل کړه او د چين د مخالفت باوجود موجوده حکومت په خيبر پښتونخوا کې صنعتي زون جوړ کړ.

د څېړنکار فیلېپو بوني په خبره، په پاکستان کې هر يوه حکومت له سيپيک څخه د ګټو ترلاسه کولو لپاره کار کړی خو د سيپېک د پاليسۍ چارو مشر ډاکټر لياقت علي شاه وايي، دا يو اوږد مهاله پروژه ده او په دې د حکومتونو بدليدو سره هېڅ اثر نه پرېووځي. هغه وايی:

"موږ د سيپېک د پروژو په اړه مونو ګرافي او نورې څيړنې سر ته رسولې دي نو دې سره که حکومتونه بدل هم شي نو پر هغو پروژو به هېڅ اثر نه وي. د دې يوه وجه دا هم ده چې دا دواړه هېوادونه د پروژو سر ته رسولو لپاره په خپلمنځي همکارۍ سلا شوي دي."

د اسلام اباد او بيجنګ دواړو لپاره سيپېک ډېر مهم دی او د ډېرو خنډونو باوجود پروژې دوام لري. زياتره پروژې په ټاکل شوي وخت کې سر ته نه دي رسېدلي او نه يې څه نتيجې ورکړي. همدغه وجه وه چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۹ز کال کې سيپېک اتارټي جوړه کړه. د دې مقصد پوځ ته زيات اختيار ورکول وو چې دا پروژې سر ته ورسوي.

خو د سيپېک اتارټي د یو چارواکي لياقت علي په خبره، د پروژو څارنې لپاره د ادارې جوړولو مقصد دا نه دی چې مخکې مسلې موجودې وي. ده وويل:

"د سيپېک اتارټي جوړولو مقصد په ون وينډو یا په یو ځای کې سهولت ورکول دي. دا په دې مانا ده چې د دغو پروژو په اړه څه مسلې وي هغه د يوه چت لاندې يا ځانګړي مرکز کې حل کړل شي."

د څېړنيزې ادارې (کارنيګې اينډومنټ فار انټرنيشنل پيس) څيړنکار بوني وايي، اسلام اباد او بيجنګ په سيپېک کې ډېرې زياتې پيسې لګولي او د خنډونو باوجود به دا پروژې روانې وي.

XS
SM
MD
LG