د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې دوه کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي


پولیس وايي چې د اپریل پر ۲۲مه د شمالي وزیرستان په میرامشا کې دوه ځايي کسان د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.

د ميرامشا پوليس تاڼې يو چارواکي محمد عمر مشال رېډيو ته وويل چې د اپریل پر ۲۲مه د شپې مهال، په لومړي وسله وال بريد کې د ميرلي هرمز سيمې صدام حسېن او په دوهم بريد کې د حسو خېلو سيمې سالم نومې ځوان وژل شوي دي. پوليس چارواکی زياتوي چې په ميرلي تاڼه کې يې د ناڅرګندو وسله پر ضد اېف ايي ار درج کړی او پلټنې یې روانې دي.

د اپرېل پر ۱۸مه هم په ميرلي کې درې کسان په دوو هدفي بريدونو کې وژل شوي وو. د اپرېل په اتمه بیا د ميرلي په خېسور سيمه کې يو ځايي تن امان الله په ډزو وژل شوی وو.

په شمالي وزيرستان کې روان کال تر دې دمه ۱۴ او پروسږ کال ۶۳ هدفي بريدونه شوي وو. د دې بريدونو خلاف څو وارې مظاهرې هم شوي چې په ترڅ کې یې حکومتي او امنيتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د امنيت ټينګولو هڅې يې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG