د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې ځانمرګي بريد پوليسو او عامو وګړو ته مرګژوبله اړولې


د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۳۰مه بريد کې کې د پولیس ځواک هغه ګاډی په نخښه شوی چې د پولیو يا ګوزڼ د روان کيمپېن د امنیت ساتلو لپاره یې سرتېري لېږدول.
د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۳۰مه بريد کې کې د پولیس ځواک هغه ګاډی په نخښه شوی چې د پولیو يا ګوزڼ د روان کيمپېن د امنیت ساتلو لپاره یې سرتېري لېږدول.

نن سهار (د نومبر پر ۳۰مه) په کوټه کې د پولیس کانسټېبلرۍ ځواک پر یوه ګاډي په بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل شوي دي.

د کوټې د پولیسو مرستيال مشر غلام اظفر مهیسر تر پېښې وروسته له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، د پولیسو د ځواک هغه ګاډی په نښه شوی چې د پولیو يا ګوزڼ د روان کيمپېن د امنیت ساتلو لپاره یې سرتېري لېږدول.

د نوموړي په وينا بريدګر په رکشه کې ناست وو او د پوليسو په ګادي کې يې رکشه وهلې ده.

ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان د دې بريد مسووليت منلی او ويلي يې دي چې دا يو ځانمرګی بريد وو چې پوليس سرتېري يې هدف وو. بلخوا پوليس هم وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې له ۲۰ تر ۲۵ کیلوګرامه بارودي مواد کارول شوي دي.

دا چاودنه پر اېیرپورټ سړک باندې بلیلي سیمه کې شوې ده چې د ولسي خلکو تګ راتګ ورباندې زيات وي.

د کوټې سيول روغتون وياند وسيم بېګ نن مشال راډيو ته وويل چې په وژل شويو څلورو کسانو کې يو پوليس او درې ولسي وګړي دي. نوموړی زياتوي چې روغتون ته ۲۷ ژوبل کسان هم ور وړل شوي چې ۲۰ پوليسان او اووه ولسي وګړي دي.

په بريد کې يو عام وګړی وژل شوی او ځينې نور ژوبل شوي دي.
په بريد کې يو عام وګړی وژل شوی او ځينې نور ژوبل شوي دي.

دا بريد تر هغه وروسته شوی چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان له حکومت سره شوی اوربند رد کړ.

ټي ټي پي د نومبر پر ۲۸مه، رسنيو ته په استولي بیان کې چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی، د بريدونو وجه دا ښوولې چې په ادعا يې،"د پاکستان پوځ په لکي مروت او نورو سيمو کې د دې ډلې د غړو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی."

وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې کړې وي چې په ترڅ کې یې هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.

په وروستیو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې وسلوال بريدونه زيات شوي چې د ځينو مسووليت يې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر غاړه اخيستی او د زياترو ذمه واري يې چا نه ده منلې، خو دا لومړی ځل دی چې تحريک طالبان پاکستان خپلو وسلوالو ته تر بریدونو بیاپیلولو وروسته د حملې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG