د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولې خبریالان: ملګري ملتونه دې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د دفاع لپاره اقدام وکړي


د افغانستان په سرښار کابل کې يوه رسنيزه شبکه. انځور له ارشيفه
د افغانستان په سرښار کابل کې يوه رسنيزه شبکه. انځور له ارشيفه

د بې‌ پولې خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د بیان ازادۍ پر وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی.

دې ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت یا یوناما ته په یو لیک کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د روان حالت د مخنیوي او د خبریالانو د دفاع غوښتنه کړې.

د بې‌ پولې خبریالانو ټولنې دا لیک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنټټ ته لېږلی او له هغه‌ یې غوښتي چې د افغان خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او د بیان ازادۍ د دفاع لپاره لاس په کار شي.

خو د اسیايي هېوادونو لپاره د دې ټولنې مشر رضا معیني بیا له مشال راډیو سره په خبرو کې طالبان په افغانستان کې د رسنیو قانون په سرغړونې تورن کړل.

معیني وايي، سره له دې چې طالبان په افغانستان کې تېر رسنیز قانون د اجرا وړ بولي، خو د دوی لخوا د خبریالانو خپلسري نیول او بندي کول له همدې قانونه سرغړونه او غیرقانوني عمل دی.

نوموړی په دې برخه کې د یو کمېسیون د جوړېدو وړاندیز کوي.

له بلې خوا بیا یو شمېر افغان خبریالان په افغانستان کې روان وضعیت سخت د اندېښنې وړ ښیي.

خبریاله لېمه هوتک وايي چې د خبريالانو فعاليتونه تر ډېره محدود شوي دي.

"د هغو خبریالانو لپاره چې له نړیوالو رسنیو سره کار کوي، فضا تنګه او محدودیتونه بېخي زیات شوي دي."

په ورته حال کې بیا د خپلواکو خبریالانو فيدراسیون د روانو حالاتو د قابو کولو لپاره له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو د دفاع لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د دې فېدراسيون اجرایوي مشر حجت‌ الله مجددي له مشال راډیو سره په خبرو کې د بې‌ پولې خبریالانو د وروستي ګام هرکلی وکړ.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد دا ټولې اندېښنې ردوي. نوموړي مشال راډيو ته ويلي چې د دوی د حکومت لخوا رسنیو ته هېڅ ډول ګواښ نه‌ دی شوی او هېڅ ستونزه ورته نه‌ ده جوړه شوې.

"البته کله کله د ځینو تفاهماتو لپاره ادارو ته د رسنیو د استازو غوښتل او هغوی پوه کول، دا نه تهدید دی او نه ستونزه. ځينو رسنيو په افغانستان کې قوانین نه‌ مراعتول او اسلامي ارزښتونو ته‌ یې پام نه‌کاوه."

د بې‌ پولې خبریالانو ټولنې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکي ته په استول شوي لیک کې لیکلي چې په ۲۰۲۲ز کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د کار ساحه تنګه شوې او د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د ځورونو ګراف لوړ شوی دی.

په دې لیک کې لیکل شوي چې د ۲۰۲۱ز د اګست له ۱۵مې وروسته، هغه مهال چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ تر څلورمې نېټې پورې شاوخوا ۵۰ رسنیز کارکوونکي د حاکم نظام د ځواکونو او استخباراتو لخوا نیول شوي او تر لنډ بند وروسته بېرته خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG