د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او روسیې د بهرنيو چارو وزیران پر سیمه ییزو مسایلو غږېدلي دي


سېرګې لاوروف له بلاول بوټو زرداري سره د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
سېرګې لاوروف له بلاول بوټو زرداري سره د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان او روسیې د بهرنيو چارو وزيرانو پر بېلابېلو دوه اړخيزو او سیمه ییزو چارو ټېلېفوني خبرې کړې دي.

د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو د جولای پر ۲۶مه په جلا، جلا خبرپاڼو کې ويلي چې بلاول بوټو زرداري او د هغه د روسي سيال سېرګې لاوروف په دوه اړخیزو موضوعاتو او سیمه ییزو مسايلو خبرې وکړي.

دواړه چارواکي اسلام اباد ته د اوکراين د بهرنیو چارو وزیر دېمېترو کولېبا تر سفر شپږ ورځې وروسته غږېدلي دي.

د جولای پر ۲۰مه، د کولېبا سره په شريکې خبري غونډه کې بلاول بوټو زرداري وويل چې پاکستان د روسیې او اوکراين ترمینځ په جګړه کې بې طرفه دی او له کییف سره یې هېڅ پوځي مرسته نه ده کړې.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان له لوري اوکراين ته د وسلو د لېږد په اړه په رسنيو کې خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.

د نوموړي په وينا، د اوکراين او روسیې جګړه بايد د مذاکراتو له لارې ختمه شي. د هغه اوکرايني سيال هم وويل چې له پاکستان سره یې د پوځي همکاريو په برخه کې هېڅ راکړه ورکړه نه شته. کولېبا وویل، پاکستان ته د سفر مقصد یې دوه اړخيزو اړيکو پراخول دي او غواړي چې په نړۍ کې یې ملګري هېوادونه زیات شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې بلاول بوټو زرداري د روسیې د بهرنیو چارو له وزير سېرګې لاوروف سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د غلو د برامد لپاره دې لارې چارې ولټول شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له اوکراينه د غلو نه لېږد مخ پر ودې هېوادونو ته هم ستونزې جوړوي نو ځکه یې بايد يوه حللاره وموندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې پوځ له تېرې اوونۍ راهیسې پر اودېسا او د اوکراین د خوړو برامدولو (صادرولو) پر ځایونو تر هغې وروسته حملې پیل کړې چې کرېملېن د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د لېږد له هغې موافقې ووت چې تېر کال د ملګرو ملتونو په مرسته شوې وه.

اوکراین پر روسیې تور پورې کوي چې د هغه هېواد ځواکونه د غلې ګودامونه او اړونده بېخبنا (انفراسټرکچر) په نښه کوي.

خو د روسیې د دفاع وزارت تېره اوونۍ دعوه کړې ده چې پر هغو ځایونو ځوابي بریدونه کوي چې پکې اوکراین هغه ډول سمندري بې پیلوټه الوتکې جوړولې چې د مسکو په وینا، په وروستیو کې یې له روسیې سره د تړلې کرېمیا سیمې د یو پله د زیانمنولو لپاره کارولې وه.

بلخوا د روسیې بهرنیو چارو وزارت د لاوروف او بلاول بوټو زرداري د خبرو په اړه په يوه خبرپاڼه کې يوازې همدومره ويلي چې دواړو خواوو پر دوه اړخيزو همکاريو او پر ترهګرۍ ضد چارو بحث وکړ.

دواړه چارواکي تر هغې یوه ورځ وروسته غږېدلي دي چې د جولای پر ۲۵مه د پاکستان او امريکا بهرنیو چارو وزیرانو له يو بل سره په ټېلېفون خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن تر ټېلېفوني تماس وروسته پر ټوېټر ليکلي‌ ول چې له بلاول بوټو زرداري سره یې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اندېښنو په تړاو خبرې وشوې.

د امريکا او پاکستان بهرنيو چارو وزارتونو په دې اړه په جلا، جلا خبرپاڼو کې ويلي چې دواړه چارواکي د اقتصادي اړيکو پر زیاتولو وغږېدل او د افغانستان په شمول یې پر امنيتي مسايلو نظرونه تبادله کړل.

XS
SM
MD
LG