د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن د غزې پر اوربند او د یرغمل کسانو ازادولو پر موافقې د خبرو لپاره اسراییلو ته تللی دی


بلېنکن د مې پر لومړۍ نېټه له اسراییلي ولسمشر سره د لیدو لپاره روان دی.
بلېنکن د مې پر لومړۍ نېټه له اسراییلي ولسمشر سره د لیدو لپاره روان دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په غزه کې د اوربند موافقې لپاره اسراییلو ته تللی دی او هلته یې له چارواکو سره لیدلي دي.

اسوشيېټېډ پرېس لیکي چې بلېنکن د مې پر لومړۍ په تل ابیب کې اسراییلي ولسمشر اسحاق هېرڅوګ ته وویل چې "همدا اوس وخت دی" چې موافقه وشي او یرغمل کسان خوشې شي او د غزې په شاوخوا اووه میاشتنۍ جګړه کې وقفه راشي.

دا د تېر کال په اکتوبر کې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د بلېنکن اووم سفر دی.

نوموړی هڅه کوي چې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ یوه داسې موافقه وکړي چې په پایله کې یې پر رفح د اسراییلو د ممکنه حملو مخه ونیول شي ځکه چې په هغه ښار کې سلګونه زره فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

په غزه کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له اوومې راهیسې جګړه روانه ده. پر هغه ورځ حماس پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې تر ۳۴،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG