د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پر اودېسا د روسیې برید کې ۱ تن وژل شوی، ۱۹ ژوبل دي


ژغورونکي د جولای پر ۲۳مه په اودېسا کې په برید کې له ورانې شوې ودانۍ سره ولاړ دي.
ژغورونکي د جولای پر ۲۳مه په اودېسا کې په برید کې له ورانې شوې ودانۍ سره ولاړ دي.

اوکرایني چارواکي وايي چې پر ساحلي ښار اودېسا د روسیې د توغندیو په تازه برید کې یو کس وژل شوی او ۱۹ ژوبل دي.

د اودېسا سیمې والي اولېګ کېپر د جولای پر ۲۳مه پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي دي چې د جولای ۲۲مې شپې مهال په برید کې په ژوبلو کې څلور ماشومان هم شامل دي او پکې یوې کلیسا ته هم زیان اوښتی دی.

د روسیې پوځ له تېرې اوونۍ راهیسې پر اودېسا او د اوکراین د خوړو برامدولو (صادرولو) پر ځایونو تر هغې وروسته حملې پیل کړې چې کرېملېن د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د لېږد له هغې موافقې ووت چې تېر کال د ملګرو ملتونو په مرسته شوې وه.

د هغې موافقې له مخې کییف په خوندي ډول د تور سمندرګي له لارې د خپلې غلې د لېږد اجازه لرله.

اوکراین پر روسیې تور پورې کوي چې د هغه هېواد ځواکونه د غلې ګودامونه او اړونده بېخبنا (انفراسټرکچر) په نښه کوي.

خو د روسیې د دفاع وزارت تېره اوونۍ دعوه کړې ده چې پر هغو ځایونو ځوابي بریدونه کوي چې پکې اوکراین هغه ډول سمندري بې پیلوټه الوتکې جوړولې چې د مسکو په وینا، په وروستیو کې یې له روسیې سره د تړلې کرېمیا سیمې د یو پله د زیانمنولو لپاره کارولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG