د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي د تورسمندرګي په لار د غنمو صادرولو په امکان، له اردغان سره خبرې وکړې


اوکراین په زیاته پیمانه غنم تولیدوي: انځور له ارشیفه
اوکراین په زیاته پیمانه غنم تولیدوي: انځور له ارشیفه

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې هېواد یې له ترکي سره د تور سمندرګي له لارې د غلې د لیږد تړون د بیا تازه کولو پر امکان خبرې کوي.

ولسمشر زېلېنسکي دا څرګندونې پرون ( د جولای پر ۲۱مه) د ترکي له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټیلیفوني خبرو وروسته کړې دي.

زېلېسنکي وویل، دوی د تور سمندرګي له لارې د اوکراینۍ غلې د تړون پر ځای کولو لپاره د همکارۍ پر هڅو خبرې کړې. نوموړي دا هم وویل چې د غلې د لېږلو د لارې پرانستل یې لومړیتوب دی. هغه وايي، د روسیې له دغه تړونه د وتلو پرېکړه به په نړۍ کې یو ځل بیا د غلې بحران رامنځته کړي.

د دغه تړون له مخې د تور سمندرګي له لارې اوکرایني غنم نورو هېوادونو ته صادرېږي.

تر دې وړاندې ولسمشر زېلېنسکي د روسیې له همکارۍ پرته د اوکراین د غلې نورو هېوادونو ته د برامدولو جاري ساتلو ته تیاری ښودلی وو او ویلي یې وو چې اوکراین، ملګري ملتونه او ترکي په ګډه د بیړیو څارنه او د غلې د لیږلو کار پر مخ وړلی شي.

بلخوا د ترکي سرکاري خبري اژانس انادولو هم رپوټ ورکوي چې ولسمشر اردوغان له ولسمشر زېلېنسکي سره د غلې د تړون پر غځولو خبرې کړې دي.

د رایټرز اژانس د یو راپور له مخې، د ملګرو ملتونو مشر انتوني ګوتېرېش د جولای پر ۱۱مه ولسمشر پوتین ته په استولي لیک کې هغه ته وړاندیز کړی وو چې د تورې بحیرې تړون دې وغځوي، په بدل کې به یې د روسیې د کرهڼې بانک (روزل خوز بانک) د نړیوال سویفټ سیسټم سره وتړل شي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجارېک د جولای پر ۱۴مه خبریالانو ته وویل، ګوتېرېش د خپل هغه لیک ځواب ته انتظار باسي چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ته یې لیکلی. د دوجارېک په وینا، د روسیې له مشرتابه سره د سېګنل او وټس اپ په ګډون په ګڼو لارو تماسونه نیول شوي او پیغامونه تبادله شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۸مه نېټه د پخوانۍ موافقې وخت پای ته ورسېد. دا موده د مې پر ۱۸مه ختمېده خو د ترکيې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب دا تړون تر دوو میاشتو غځول شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG