د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د روسیې خام تېل ورسېدل


د روسیې د تېلو بېړۍ کراچۍ سمندري بندرګاه ته رسېدلي - انځور له ارشيفه
د روسیې د تېلو بېړۍ کراچۍ سمندري بندرګاه ته رسېدلي - انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت وايي له روس خام تېل وررسېدلي دي چې نه يوازې د هېواد د انرژۍ کمي پوره کولو کې مرسته کوي بلکې د اسلام اباد او مسکو د اړيکو يو نوی باب پرانيزي.

وزيراعظم شهباز شريف د جون پر ۱۱مه پر ټویټر ليکلي چې له روس څخه د خامو تېلو په اخیستو یې د پاکستان د پرمختيا او د انرژۍ په برخه کې پر ځان د بساینې خواته يو ارزښتناکه قدم واخیست. هغه زياته کړې چې دا یې د هېواد لپاره تاريخي‌ورځ ده او له روسیې سره د اړيکو پياوړي کولو لپاره د يو نوي باب پيل دی.

د روان کال د مې پر ۲۶مه، د پاکستان د تېلو او پېټرولو چارو وزير مملکت مصدق ملک اعلان کړی وو چې له روسیې په یو لک ټنه خام تېلو بار بېړۍ د سمندر له لارې کراچۍ ته رسېدلې ده. هغه زياته کړې وه چې دغه تېل به په پاکستان کې پاکېږي او که ګټور وګنل شي نو په راتلونکې که به له روسیې نور تېل هم اخلي.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. په وروستیو کې په هغه هېواد کې د تېلو نرخ زیات شوی چې ورسره ګراني هم خورا زیاته شوې ده. چارواکو له روسیې د تېلو اخیستو بیه نه ده ښوولې او دا یې هم نه دي ويلي چې له دې سره به په پاکستان کې تېل ارزان شي او که نه؟

د پاکستان او روسیې ترمینځ اړیکې د سړې جګړې پر مهال ښې نه وې. په هغې جګړه کې پاکستان د امریکا اتحادي وو. هغه مهال روسیه ویشل شوې نه وه او شوروي‌اتحاد وو چې پر افغانستان یې پوځي یرغل کړی وو. هغه مهال امريکا د شوروي ځواکونو پر ضد له افغانانو سره مرسته کوله چې پاکستان هم ورسره ملګری وو.

خو په وروستیو کې د اسلام اباد او مسکو ترمینځ اړیکې ښې شوي او دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او پوځي همکاریو ژمنې کړي دي. د روان کال د جنورۍ پر ۳۰مه د بهرنيوو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداري مسکو ته تللی وو. هغه هلته له خپل روسي سيال، سرګې لاوروف سره پر اقتصادي همکاريو او په ځانګړې ډول د روسیې د تېلو او ګېس د اخیستو په اړه خبرې کړې وي.

د جنورۍ په میاشت کې د روسیې د انرژۍ وزير نيکولايي شولګينوف له یو لوی پلاوي سره پاکستان ته تللی وو او هلته یې له وزيراعظم شهباز شريف سره په دې اړه خبرې کړې وي. هغه مهال د وزيراعظم شهباز شریف دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دواړو هېوادونو چارواکو پر دې هم نظرونه تبادله کړل چې پاکستان څنګه له روسیې څخه د اوږد مهال لپاره تيل او ګېس اخیستلای شي؟

د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې روسیې پر اوکراین يرغل پيل کړی دی. په دې جګړه کې امریکا او نورو غربي هیوادونو د اوکراين په ملاتړ، پر روسیې ګڼ بندیزونه لګولي دي. خو پاکستان وایي په هغه جګړه کې بې طرفه دریځ لري او د هند په شان غواړي له روسیې څخه خامو تېلو اخیستلو ته دوام ورکړي.

د امريکا بهرنيو چارو د وزارت ویاند نيډ پرایس د جنورۍ پر ۲۵مه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې پر روسیې پر نړيوالو بندیزونو سربېره پاکستان کولای شي چې له مسکو څخه انرژي واخلي. هغه زیاته کړې وه چې پر ځينو شيانو بندیز دی چې د نړۍ هېوادونه یې باید احترام وکړي خو له روسیې څخه د ځينو شيانو په اخیستلو بندیز نشته.

XS
SM
MD
LG