د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو او اوکراین د غلو لېږد له موافقې د روسیې وتل غندلي


له کییف سره نېږدې په یو کلي کې کارکوونکي غنم باروي - د جولای ۱۸مې انځور.
له کییف سره نېږدې په یو کلي کې کارکوونکي غنم باروي - د جولای ۱۸مې انځور.

د ناټو اېتلاف ملګرو او اوکراین د تور سمندرګي له لارې د غلو برامد له موافقې څخه د روسیې وتل غندلي دي.

دوی د جولای پر ۲۶مه وویل چې روسیه په لوی لاس هڅه کوي چې د اوکراینیو کرنیزو برامداتو (صادراتو) مخه ونیسي.

په برسلز کې د ناټو-اوکراین شورا تر غونډې وروسته په اعلامیه کې راغلي چې متحدین داراز، د اوکراین پر اودېسا، مېکولایېف او د ناټو غړي رومانیا ته د نېږدې دانیوب سیند پر غاړه په رېني کې د اوکراین د غلو د ګودامونو په ګډون پر نورو بندري ښارونو د روسیو ځواکونو د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه غندي.

د ناټو-اوکراین شورا د کړکېچنو حالاتو پر مهال د نظریاتو شریکولو او تر هغو چې اوکراین د غړیتوب شرطونه پوره کوي، ورسره د نېږدې همکاریو لپاره جوړه شوې ده.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي تر هغې وروسته د هغې شورا د غونډې غوښتنه کړې وه چې تېره اوونۍ روسیې د تور سمندرګي له لارې د اوکراینیو غلو د خوندي لېږد له موافقې څخه د وتلو پرېکړه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG