د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني او امريکايي چارواکو د سيمه ییز امنيت او افغانستان په اړه خبرې کړې دي


انتوني بلينکن او بلاول بوټو زرداري - انځور له ارشيفه
انتوني بلينکن او بلاول بوټو زرداري - انځور له ارشيفه

د پاکستان او امريکا بهرنيو چارو وزيرانو د امنيتي مسايلو، د ترهګرۍ مخنيوي او دفاعي اړيکو د پراختيا په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي چې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره یې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اندېښنو په تړاو خبرې کړي دي.د امريکا بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۲۵مه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو د يو بل سره په ټيليفوني خبرو کې د اقتصادي اړيکو په زیاتولو هم غږیدلی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د دې خبرو په اړه په خبرپاڼه کې ويلي چې بلاول بوټو زرداري له امريکا مننه وکړه چې د پیسو له نړيوال مالي صندوق (ای اېم ايف) څخه یې اسلام اباد ته د پور اخیستو لپاره د لنډمهاله لوظنامې ملاتړ کړی دی. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې زرداري له بلېنکن سره په خبرو کې د امريکا سره د سوداګرۍ زیاتولو او په افغانستان کې د پايداره سولې لپاره د کار په پراخولو ټينګار وکړ.

بلينکن تر دې ټيليفوني خبرو وروسته پر ټويټر ليکلي چې امريکا د پاکستان د جمهوريت او اقتصاد غوړېدا ملاتړ کوي. د هغه په وينا د بلاول بوټو زداري سره د ګټور تماس د واشنګټن او اسلام اباد د شريکو اندېښنو چې افغانستان پکې شامل دی، غږیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو په دې وروستيوو کې د تحريک طالبان پاکستان ترهګرې ګرځول شوې ډلې د فعاليتونو په زیاتېدو اندېښنې ښوولې دي. د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر او دفاع وزير خواجه اصف تور پورې کړی چې دغه پاکستانۍ ډله، په افغانستان کې خوندي ځایونه لري. دغو چارواکو پر طالبانو غږ کړی چې ټي ټي پي ته دې له افغان خاورې د فعاليت اجازه نه ورکوي.

خو تحريک طالبان پاکستان او په کابل کې د افغان طالبانو حکومت دا نه مني چې پاکستاني وسله وال دې په افغانستان کې وي. د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي، له افغانستانه هېڅ چاته ګواښ نه پېښېږي. د مجاهد تر خبرو مخکې، د طالبانو د حکومت بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي ويلي وو چې په پاکستان کې وينه توييدل نه غواړي. هغه پر اسلام اباد غږ کړی وو چې تحريک طالبان پاکستان سره دې د سولې مذاکرات وکړي.

پخوا افغان طالبانو د پاکستاني چارواکو او تحريک طالبان پاکستان تر منځ د سولې خبرو منځګړتوب هم کړی دی. د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په ۲۰۲۱ز کال کې منلې وه چې د ټي ټي‌پي او پاکستاني حکومت د يو پلاوي تر مينځ یې په کابل کې خبرې اترې برابرې کړې وي. هغه زیاته کړې وه چې حکومت یې نه غواړي د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارېږي.

د دې مذاکراتو په پايله کې د پاکستاني ریاست او تحریک طالبان پاکستان ترمينځ د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په اخره کې تر نامعلومې مودې پورې اوربند وشو. خو د دې ډلې مشر، نور ولي‌ مسيد د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۷مه خپلو وسله والو ته امر وکړ چې "خپل دفاعي بریدونه بیا پيل کړي". ټي ټي پي ادعا کړې وه چې اوربند ځکه ماتوي چې د پاکستان پوځ یې د وسلوالو پر ضد کاروايانې نه دې درولې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت په زور ونيو. تر هغه مخکې افغان چارواکو تور پورې کاوه چې پاکستان له طالبانو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ لپاره ملاتړ کوي. اسلام اباد دا تورونه بې بنياده بلل او ويل یې چې پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي. پاکستان د طالبانو د حکومت سره هم ښې اړيکې ساتلې او نه یوازې په کابل کې خپل سفارت فعال دی بلکې د طالبانو وزیران اسلام اباد ته ډير سفرونه هم کوي.

په دې وروستيوو کې د امريکا او پاکستاني چارواکو د امنيتي مسايلو په اړه خبرې ډېرې شوې دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) د جولای پر ۲۴مه، په یو خبرپانه کې وويل چې د امریکايي پوځ مشر جنرال مایکل اېریک کورېلا په راولپينډۍ کې له خپل پاکستاني سیال جنرال عاصم منیر سره پر شریکو ګټو، سیمه ییز امنیتي حالت او دفاعي همکارۍ بحث وکړ.

د روان کال د جون په ۲۳مه، امريکا او هند په يوه شريکه خبرپاڼه کې پر پاکستان غږ کړی وو چې د سيمه ییز امنيت لپاره دې پر خپله خاوره د موجودو وسله والو د فعاليت مخنيوی وکړي. دا اعلاميه واشنګټن ته د هند وزيراعظم نريندرا مودي او امريکايي ولسمشر جو بايډن د ملاقات وروسته خپره شوې وه. هند پر پاکستان تور پورې کوي چې ترهګر روزي خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي. د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د امريکا او هند د شريکې اعلامیې په ځواب کې ويلي وو چې د يو ذمه وار رياست په توګه سيمه ییز امنيت ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG