د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پوځ وايي د هیواد په جنوب کې یې لاسته راوړنې دوام لري.


د اوکراين پوځ ويلي، له کله چې يې پوځ ځوابي اقدام پېل کړی نو له هغه وروسته يې شاوخوا د اوډيسا ښار همره علاقه ازاده کړې ده.
د اوکراين پوځ ويلي، له کله چې يې پوځ ځوابي اقدام پېل کړی نو له هغه وروسته يې شاوخوا د اوډيسا ښار همره علاقه ازاده کړې ده.

د اوکراين پوځ د جولايي پر لسمه نېټه ويلي چې ځواکونو یې د هیواد په جنوب کې د روسیې په وړاندې خپلو لاسته راوړنو ته دوام ورکړی دی.

د دوی په وینا، له کله چې يې پوځ ځوابي اقدام پېل کړی نو له هغه وروسته يې شاوخوا د اوډيسا ښار همره علاقه ازاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې لخوا د اوکراين په زپورېژیا کې پر يو ښارګوټي تازه برید لږ تر لږه پنځه کسه وژلي او ۱۳ یې نور ژوبل کړي دي.

دا سخته جګړه پر داسې وخت مخې ته راغلې چې ناټو سازمان د جولايي پر ۱۱مه او ۱۲مه د لیتوانیا په پلازمینه ویلنيس کې کېدونکې مهمې سرمشريزې لپاره تياری نيسي .

تمه ده چې په دې سرمشريزه کې د اوکراين جګړه او له کييف سره د ناټو اړيکې مهمه موضوع وي.

د امریکايي ولسمشر جوبایډن په ګډون د ناټو د غړو هېوادونو مشران هم په ياده غونډه کې د ګډون لپاره لېتوانيا ته تللي دي.

د ناټو غونډه پر داسې مهال پر اوکراین بحث کوي‌ چې د ميډيازونا او ميدوزا رسنيو ګډ تحقيقات ښيې چې د اوکراين پرضد جګړه کې د مې میاشتې تر پایه د روسیې لږ تر لږه ۴۷،۰۰۰ پوځيان وژل شوي دي.

د څېړونکو په وینا، د سختو ژوبلېدو له کبله ډېری سرتيري له پوځ څخه لرې کړل شوي دي.

دوی وايي چې د روسیې او اوکراين ترمنځ په جګړه کې کېدای شي لږ تر لږه ټول يو لک پنځويشت زره روسي عسکرو ته مرګژوبله اوښتې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG