د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي اوکراين ته یې وسلې نه دي لېږدولې

د پاکستان او اوکراين بهرنيو چارو وزیرانو د جولای پر ۲۰مه په اسلام اباد کې ولیدل.
د پاکستان او اوکراين بهرنيو چارو وزیرانو د جولای پر ۲۰مه په اسلام اباد کې ولیدل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي هېواد یې اوکراين ته وسلې نه دي لېږدولې او په دې اړه د ځينو رسنيو راپورونه ناسم دي.

بلاول بوټو زرداري د جولای پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د اوکراين د بهرنيو چارو له وزير دېمېترو کولېبا سره ګډې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې پاکستان د روسیې او اوکراين ترمینځ په جګړه کې بې طرفه دی او له کییف سره یې هېڅ پوځي مرسته نه ده کړې.

هغه وويل چې د اوکراين او روسیې جګړه بايد د مذاکراتو له لارې ختمه شي.

د بلاول بوټو زرداري اوکرايني سيال هم وويل چې له پاکستان سره یې د پوځي همکاريو په برخه کې هېڅ راکړه ورکړه نه شته.

کولېبا وویل، پاکستان ته د سفر مقصد یې دوه اړخيزو اړيکو پراخول دي او غواړي چې په نړۍ کې یې ملګري هېوادونه زیات شي.

کولېبا زیاته کړه چې له نړيوالو غواړي چې له اوکراينه نورې نړۍ ته د غنمو د لېږد لپاره زمينه برابره کړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير هم د هغه د دې دریځ خبرو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د اوکراين غنم او د هغه هېواد او روسیې کیمیاوي سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو لپاره خورا ارزښت لري.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراين یرغل وکړ او تر هغه وروسته یې د اوکراين ځينې برخې نيولې دي خو په ډېرو ځايونو کې لا هم سختې جګړې روانې دي.

اوکرايني چارواکي ادعا کوي چې روسيو ځواکونو د اوکراين د غلو په ګودامونو بمباري کړې او د غلو دانو د برامد له تړونه وتلی دی.

اوکراين په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره ازاد شو. دا له ۱۹۹۳ز کال راهیسې لومړی ځل دی چې د اوکراین د بهرنیو چارو یو وزیر پاکستان ته سفر کوي.

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    طاهر خان

    طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG