د لاسرسي ځای

تازه خبر

له روسیې د مایع ګیس ټانکرې د تورخم له لارې پاکستان ته رسېدلې دي


چارواکي وايي، له روسیې څخه د مایع پېټرولي ګیس ټانکرې د جون پر ۱۳مه تورخم ته ورسېدې.
چارواکي وايي، له روسیې څخه د مایع پېټرولي ګیس ټانکرې د جون پر ۱۳مه تورخم ته ورسېدې.

د پاکستان د کسټم (ګمرک) یو چارواکی وایي، د هغه هېواد سوداګرو له روسیې څخه د مایع پېټرولي ګیس (لېکوېفایډ پېټرولییم ګیس یا اېل پي جي) ۱۵ ټانکرونه د تورخم بندر له لارې درامد (وارد) کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون په ۱۱مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له روسیې څخه د کراچۍ بندر ته د یو لک ټنه خام تېلو بېړۍ د رسېدو خبر ورکړ.

شریف وویل، له روسیې څخه یې د خامو تېلو په اخیستو د پاکستان د پرمختيا او د انرژۍ په برخه کې د "ځان بساینې خوا ته يو ارزښتناکه قدم" واخیست او زیاته یې کړه چې له دې سره له روسیې سره د اړيکو پياوړي کې په ترڅ کې نوی باب پرانیستل شوی دی.

په تورخم کې د ګمرک ادارې یوه چارواکي حماد علي د جون پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، د مایع ګیس ټانکرونه له روسیې څخه ازبکستان او بیا له افغانستانه پاکستان ته رسېدلي دي.

دی وايي، ټانکرونه دا مهال په تورخم کې ولاړ دي او د ګمرک چارو بشپړېدو ته انتظار باسي چې تر هغې وروسته به د پاکستانو نورو ښارونو ته ولېږدول شي.

دی البته وايي، هغه ټانکرې شخصي شرکتونو درامد کړې دي او د خامو تېلو له حکومتي درامد سره یې تړاو نه شته.

علي زیاتوي چې تر دې مخکې هم له روسیې څخه پاکستان ته مایع پېټرولي ګیس واردېده خو دا لومړی ځل دی چې کاروباریانو د تورخم له لارې ګیس پاکستان ته انتقال کړی دی.

پاکستان له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې له اقتصادي ستونزو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په هغه هېواد کې د تېلو نرخ زیات شوی چې ورسره ګراني هم خورا زیاته شوې ده.

په عین حال کې د اسلام اباد او مسکو ترمینځ تعلقات هم ښه شوي او دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او پوځي همکاریو ژمنې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د مې پر څلورمه په هند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره ولیدل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړه چارواکي د غذايي مصوونیت او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر زیاتولو سلا شول.

د سړې جګړې پر مهال د پاکستان او د روسیې په مشرۍ د شوروي اتحاد ترمینځ تعلقات ښه نه ول. د ۱۹۷۹ز کال په پای کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ. هغه مهال پاکستان د امریکا په مشرۍ د هغه نړیوال اېتلاف ملګری وو او په افغانستان کې یې د شوروي اتحاد ځواکونو او د هغه وخت د افغان حکومت پرضد د وسلوالو ډلو د جګړې ملاتړ او مرسته کوله.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین يرغل وکړ. په هغه جګړه کې امریکا او نورو غربي هېوادونو د اوکراين په ملاتړ، پر روسیې ګڼ بندیزونه لګولي دي. خو پاکستان وایي په هغه جګړه کې بې طرفه دی او غواړي چې د هند په شان له روسیې څخه د خامو تېلو اخیستو ته دوام ورکړي.

د امريکا بهرنيو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۲۵مه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې پر روسیې پر نړيوالو بندیزونو سربېره پاکستان کولای شي چې ورڅخه تېل او ګیس واخلي.

هغه زیاته کړې وه چې له روسیې څخه د ځینو شیانو پر درامد او ورته د یوشمېر نورو څیزونو پر برامد بندیز دی چې د نړۍ هېوادونه یې باید پابندي وکړي او د ځینو نورو شیانو کاروبار بندیز نه شته.

XS
SM
MD
LG