د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د روسیې او اوکراین په جګړه کې پر بې پلوه دریځ ولاړ دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، انځور له ارشیفه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې اسلام اباد له خپل بې پلوه دریځ څخه په شا شوی او اوکراین ته د روسیې پر ضد د روانې جګړې لپاره وسلې لېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې په اوونیزه خبري غونډه کې اوکراین ته د پاکستان د وسلو د ورکولو راپور ناسم و بللو.

نوموړې وویل چې پاکستان په پوځي شخړو کې د مداخلت د نه کولو پاليسي پر مخ وړي او دفاعي زیرمې یوازې "د استعمال د مقصد لپاره نورو هېوادونو ته صادروي او د بيا لېږد ډاډ هم نه ورکوي. د ممتاز زهرا بلوڅ په وینا د اوکراين او روسيې په شخړه کې هم د پاکستان دغه دريځ دی.

د اوکراین پوځ له روسیې سره په جګړه کې په پراخه کچه مرستې ترلاسه کړې دي. یوازی امریکا ورسره د جګړې له پیل راهیسې د اوه ویشت اعشاریه څلور بلینه ډالرو ژمنه کړې ده.

روسیه پر اوکراین یرغل د امنیتي ګواښونو پر وړاندې "ځانګړي پوځي عملیات" بولي او اوکراین ته د درنو وسلو ورکول د دې ثبوت بولي چې ګواکې مغربي هیوادونه جګړې ته لمن وهي.کییف او متحدینو یې د روسیې دغه عمل د ځمکې قبضه کول بللي دي.

په خپل مطبوعاتي بیان کې، د وزارت ویاندې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو په اړه هم خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې دا په مثبت انداز کې پر مخ روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG