د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د افغان کډوالو د ستنېدو ۳ نوې لارې پرانیستې دي


د اکتوبر پر ۲۷مه په تورخم کې کډې افغانستان ته د اوښتو لپاره په کتار کې ولاړې دي.
د اکتوبر پر ۲۷مه په تورخم کې کډې افغانستان ته د اوښتو لپاره په کتار کې ولاړې دي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو د ستنېدو لړۍ دوام لری، د بلوچستان حکومت د ستنېدنې د عمل ګړندي کولو لپاره افغانستان ته تللې درې نورې لارې پرانیستې دي.

د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي وویل چې په کلا سیف الله، قمردین کاریز، او د چاغي ضلعې په بړاچا نوروهاب کې یې هغه لارې پرانیستي دي.

هغه وویل چې د نومبر له لومړۍ نېټې د اسناد نه لرونکو کډوالو پر ضد عملیات پیلوي.

اڅکزي دا هم وویل چې د کوټې حاجي کېمپ یې د غیرقانونی کډوالو لپاره پر مرکز بدل کړی او د چمن او پښین په سرحدي ښارونو کې یې اضافي مرکزونه جوړ کړي دي. هغه وویل چې تر اوسه ۱۶،۰۰۰ افغانان د چمن له لارې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

بلخوا د پنجاب صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر عامر میر د اکتوبر پر ۲۷مه وویل چې حکومت یې په صوبه کې ۳۳۰۰۰ غیرقانوني بهر ملکیان پیژندلي دي چې ډیری یې افغانان دي.

هغه وویل چې غیرقانوني کډوال په صوبه کې په ۳۶ کیمپونو کې ساتي. عامر میر د خپل حکومت هغه دریځ بیا تکرار کړی چې غیرقانوني کډوال دې د اکتوبر تر ۳۱ مې پورې په خپله خوښه له هېواده ووځي ګني دوی به یې په زور خپلو خپلو هېوادونو ته واستوي.

په عین حال کې د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي چې د کورنیو او قبایلي چارو وزارت د ناقانونه کډوالو لپاره د خیبر په لنډي کوتل کې د حمزه بابا مقبرې ته نېږدې، د پېښور په څنډه کې په لیبر کالونۍ او د هزارې ډويژن په هري پور کې کېمپونه جوړ کړي دي.

خو د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي چې له هغه هېواده یې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پلان وروستی یا حتمي کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د بې اسناده افغانانو د ستنولو عمل چیلېنجونه لري خو زیاته یې کړه چې حکومت یې له پیله دې کار ته ژمن وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا اسناد نه لرونکو کډوالو ته ورکړل شوی وخت د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدونکی دی.

په پیښور کې د افغان طالبانو د حکومت قونصل جنرل د اکتوبر پر ۲۵مه رسنیو ته ويلي وو چې د پاکستان د حکومت پر دې پریکړه هيڅ اعتراض نه لري او دا يې د پاکستان داخلي مسله بللې ده.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت ویلي چې افغانستان ته ورستنېدونکو دې کډوالو ته د رسېدو لپاره د خپل لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده په لارښونه یو کمېشن جوړوي.

د بشري حقونو ادارو او ځینې ګوندونو د کډوالو پر خلاف د حکومت په اقداماتو نیوکي کړي او د هغوی د نه ویستلو یې ویلي دي.

ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا رازا د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG