د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د لار بندېدو اقتصادي زيان پاکستان ته او بشري افغانستان ته اوښتی'


له تېرو دوولس ورخو راهيسې د تورخم او چمن لارې تړلې پرتې دي.(فايل فوټو)

د افغانستان او پاکستان ​​سوداګر وايي، د تورخم او چمن لارو تړل کېدو دوه اړخيزه تجارت اغېزمن کړی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم او چمن لارې په دوولسمه هم تړلې پرتې دي.

په دې وروستيو کې په پاکستان کې د شويو بريدونو وروسته اسلام اباد تور لګولی وو چې په حملو کې د افغانستان خاوره استعمال شوې او په غبرګون کې يې د تورخم او چمن لارې د هرډول تګ راتګ لپاره تړلې وې.

افغانستان دا تور رد کړی او برعکس يې ويلي چې پاکستان افغان طالبانو او حقاني شبکې ته نه يوازي پټنځايونه ورکړي بلکې هلته د وسله والو لپاره روزنيز مرکزونه هم فعاله دي.

د تورخم او چمن د لارو تړل کېدو دوه اړخيزه تجارت اغېزمن کړی چې له اقتصادي پلوه زيات زيان پاکستان ته او له بشري لورې يې افغانستان ته رسولی دی. سرور مومند

سوداګر وايي، د لارو تړل کېدنې دوه اړخيزه تجارت اغېزمن کړی دی.

عيني شاهدان وايي، د تورخم او چمن دروازو دواړه غاړو ته په لسګونو لارياني ولاړې ليدل کېږي.

دا ګاډي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مالونو وړولو راوړلو يوه مهمه وسيله ده خو له تېرو دوولس ورځو راهيسې ځای پر ځای ولاړ دي.

د خيبر پښتونخوا چېمبر اف کامرس پخوانی مشر سرور مومند وايي، د ګاډو پر مخ د لارو تړل کېدو دوه اړخيزه تجارت اغېزمن کړی چې له اقتصادي پلوه زيات زيان پاکستان ته او له بشري لوري يې افغانستان ته رسولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي، د لارو تړل کېدو له کبله هره ورځ له درو تر څلور ملينه ډالره تاوان رسېږي.

نوموړي زياته کړه، له کله چې لارې تړل شوي دوی د افغانستان په داخل کې مالونه اېسار کړي دي.

د ښاغلي الکوزی په وينا، په تېرو دوولس ورځو کې په مجموعي توګه د دواړه هېوادونو تجارت ته شاوخوا ۵۰ ملينه ډالر تاوان رسېدلی دی.

دده په وينا، له پاکستان د خوراکې شیانو نه رسېدګۍ په ننګرهار، کابل، کندهار، لويه پکتيا کې په خلکو کې د خوراکي توکو د کاختۍ وېره راپېدا کړې ده.

خو دی د دغو سيمو خلکو ته ډاډ ورکوي چې ددې ستونزې د حل لپاره يې د افغانستان له نورو ګاونډيو هېوادونو د اړتيا وړ شيان واردول پیل کړې ده.

په تېرو دوولس ورځو کې په مجموعي توګه د پاکستان او افغانستان تجارت ته شاوخوا ۵۰ ملينه ډالر تاوان رسېدلی دی. خان جان الکوزی

د تورخم او چمن لاره په تېر يوه نېم کال څو ځله تړل شوې ده چې ورسره نه يوازي عادي خلک له مشکلاتو سره مخامخ شوي بلکې د پاکستان د لاريانو مالکان يې هم تاواني کړي دي.

د خيبر اېجنسۍ لاريانو اتحاديې مشر شاکر اپريدی وايي، يوازې د دوی په اېجنسۍ کې درې نېم زره لارياني دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مالونه وړي راوړي.

دده په وينا له تېرو دوولس ورځو راهیسې د لارو تړل کېدو له کبله د يوې لاری شاوخوا پنځلس زره روپۍ تاوان کېږي او د ولاړو لاريانو ټايرونه خراب شوي چې قيمت يې شاوخوا ۹۰ زره روپۍ دی.

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG