د لاسرسي ځای

پنجاب حکومت د پښتنو شکایت اورولو لپاره کېمټۍ جوړه کړې


د نهې په ورځ د پاکستاني وزيراعظم سلا کار په لاهور کې له ځینو پښتنو مشرانو او اعلا وزير شهباز شريف سره ليده کاته کړي او د پښتنو د ستونزو او شکایتونو لیرېکولو لپاره د يوې کمېټۍ اعلان کړی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې سلاکار امير مقام وویل، د پنجاب اعلا وزير شهبازشريف په مشرۍ جوړه کمېټۍ کې د پښتنو په ګډون د پوليسو مشر او د قانون صوبايي وزير راناثناءالله هم شامل دي.

هغه وویل له شهبازشريف سره د لیدو پر مهال صوبايي وزير راناثناءالله، د پوليسو صوبايي مشر او د هوم سېکرټري ترڅنګ د پښتنو مشران موجود ول. دا کميټي اوس فعاله شوه او چې چېرته هم پښتنو ته ستونزه پېښېږي نو دا کميټي به يې سمدستي هواروي.

د دې ملاقات په اړه اميرمقام د نهې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې بېګا د شپې يې د پښتنو مشرانو سره وليدل او هغوي ورته د پوليسو په اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړې. د نوموړي په وينا چې څلور لويې اندېښنې پښتنو مشرانو ورکړي.

۱۔ د پوليسو له خوا په يو ځای کې اندراج دې په هر ځای کې اندراج وبلل شي.

۲۔ لټوني عملياتو کې دې زنانه پوليس هم موجود وي.

۳۔ چې کوم مېلمه راځي نو د کور خاوند به په خپله ذمه وارۍ د پوليسو سره د دغه مېلمه اندراج کوي چې داسې د پوليسو له خوا نه تنګول کېږي.

۴۔ د نادرا يا پاسپورټ په دفترونو کې له پښتنو سره ناسمه رويه ساتل کېږي.

خو بل اړخ ته په لاهور کې د پښتنو د سازمان "پښتون فلاحي تنظيم" مرستيال مشر حاجي باغي خان مشال رېډيو ته وويل چې د پښتنو ځورولو کوم خبرونه په رسنيو کې راځي دا رښتيا دي او دا یې د پنجاب اعلی وزير ته هم ويلي دي.

باغي وویل دوی داپرېشن (عملياتو) مخالف نه دي خو غوښتنه یې دا ده چې په دغه عملياتو کې دې مقامي استازي هم موجود وي لکه ښارولۍ له يوه ښاروال یا چیېرمېن سره شپږ کونسلران دي نو دوی دې يو کونسلر او ورسره زنانه پوليس واخلي چې چېرته يې هم پر چا شک وي نو دوی به يې په خپله ورته ورکړي. اوس د کورونو او بازارونو اندراج روان دی.

په دې تېرو وختونو کې په ټولنيزو رسنيو د پنجاب منډي بهاؤالدين سيمې د پوليسو يوه خبرپاڼه هم مخې ته راغلې وه چې پکې عام ولس ته خبر ورکړل شوی وو چې د پښتون، افغان وګړي په ليدو دې پوليس خبر کړي. په يوه بله خبرپاڼه کې د لاهور يو ځايي بازار له خوا هم په خصوصي توګه هلته روزګار کوونکو پښتنو ته ويل شوي ول چې خپل اندراج وکړي.

په دې اړه د وزيراعظم سلاکار اميرمقام وايي چې پوليسو خپله غلطي منلې او د بازار مشران هغه خبر په تحريري توګه رد کړی دی چې دوی نه دی جاري کړی.

بل اړخ ته د پاکستان بشري حقونو کمېشن په پنجاب کې د پوليسو له خوا د پښتنو د ځورولو غندنه کړې او ويلي يې دي چې د پنجاب ځينو ضلعو کې چارواکو دا حکم جاري کړی چې پر پښتنو مشکوک کسانو باندې دې نظر وساتل شي. ياد کمېشن په دې معامله سختې اندېښنې ښکاره کړي او غوښتنه يې کړې چې له نسلي کرکې د بچ کېدو لپاره دې د روزنې پروګرامونه معارفي کړل شي.

په خپل بيان کې د بشري حقونو کمېشن زياتوي چې د پنجاب صوبې دا رنګه دعوې چې ورانکاري له بهر صوبې سره تعلق ساتي، په ملک کې د برابرۍ ضمانت ته زيان رسوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG