د پاکستان کابينې د فاټا اصلاحاتي راپور منظوري ورکړې چې له مخې به يې د راتلونکیو پنځو کلونو په موده کې قبايلي سيمې تر پراخ مشاورت وروسته د هېواد په بشپړ ايیني چوکاټ کې راولي.
د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ د شوې غونډي جزيات د بهرنيو چارو سلاکار او فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزيز د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته ورکړل.
پر دې مهال سرتاج عزيز وويل چې ايف سي ار ختم کړل شوی دی.
"تر ايني اقدام وروسته به د فاټا خلکو ته حق ورکړل شي چې د ۲۰۱۸ مېلادي کال ټولټاکنو پر مهال د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي غوره کړي، اېف سي ار به ختم شي او پرځای به يې رواج ايکټ نافذه شي چې له مخې به يې يو کس د خپل جرم په خپله ذمه واره وي."
سرتاج عزيز زياته کړه چې د اپرېل تر دېرشمې نېټې به د فاټا ټول بې کوره کړل شوي خلک ستنول کېږي او د دې ترڅنګ د ۲۰۱۸ مېلادي کال تر ټولټاکنو وروسته به په قبايلي سيمو کې بلدياتي انتخابات ترسره کېږي.
سرتاج عزیز ۲۴ نکتې بیان کړې چې پکې مهمې یې دا وې.
کابینې ((په اصولي توګه)) د قبایلي سیمو اصلاحاتو منظوري ورکړې چې ورسره سم به هغه سیمې د پینځو کلونو په موده کې، له ټولو خواو سره د مشاورت په نتیجه کې د پاکستان په اییني او قانوني چوکاټ کې وروستل کېږي.
د اییني بدلون له لارې به د قبایلي سیمو ولس د ۲۰۱۸ز په ټولټاکنو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته خپل استازي ټاکي.
اېف سي ار به ختم شي، رواج ایکټ به راځي. دا قانون به د ایین له ۲۴۷مې مادې سره سم، ولسمشر ته ویل کېږي او هغه به یې لاګو کوي. په دې کې به د اجتماعي ذمه وارۍ سلسله ختمه شي.
د روان (۲۰۱۷ز) کال د اپرېل تر پایه به ټول قبایل ستانه شي.
د ۲۰۱۸ز کال تر پای مخکې به د ((بیا ودانۍ زیاتره چارې مکملې)) کړل شي.
د پښتونخوا ګورنر په مشرۍ به یوه کمېټۍ جوړېږي چې د قبایلو ۱۰ کلن ټولنیز – اقتصادي پرمختیايي پلان جوړ کړي. دا پلان به هم د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل تر پایه جوړېږي.
په اېن اېف سي کې به هر کال له پیسو څخه ۳ فیصده د قبایلو پرمختیايي چارو ته د ورکولو غوښتنه کوي. دا پیسې به پر اوسنیو ۲۱ اربه روپیو پرمختیايي صندوق یا فنډ سرباري وي.
ورسره د پرمختیايي کارونو نورې نکتې هم شته، لکه د قبایلي سیمو پرمختیايي اداره به ترمیمېږي او یو ۲۲ ګرېډه افسر به یې مشري کوي.
د قبایلي سیمو ټول پارلېماني استازي – د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړي – به د قبایلي سیمو په پرمختیايي چارو کې د ګورنر مشاورتي بورډ غړي وي.
د پاکستان اډیټر جنرل یا عمومي محاسبه کوونکی به تر قبایلو غځېږي او د پرمختیايي چارو څار به کوي چې پیسې په سم ډول عملي شي.
د پاکستان دولتي بانک دې نور بانکونه وهڅوي چې په قبایلو کې بانکي څانګې پرانیزي.
د ۲۰۱۸ز تر انتخاباتو وروسته به په قبایلو کې بلدتیاتي انتخابات کېږي.
راهداري نظام به ختمول کېږي.
د پېښور های کورټ او سپریم کورټ دایره به تر قبایلو غځول کېږي.
د قبایلي سیمو سرکاري افسرانو رتبې یا عهدې به د خیبر پښتونخوا له هغو سره برابرول کېږي او تنخاګانې به یې زیاتول کېږي.
لېوي ځواک به جوړول کېږي، او اضافه به پکې کېږي چې د اېجنسیو د پولیسو کار وکړي.
اېف سي ځواک به هم جوړول کېږي او د پولې د انتظام چارو سمبالولو لپاره به پکې نورې څانګې پرانیستل کېږي.
د راتلونکو ۱۰ کلونو لپاره به د هېواد په تعلیمي ادارو کې د قبایلي زده کوونکو لپاره کوټه یا مخصوصې څوکۍ دوه چنده شي.
له باجوړه د قبايلي سيمو لپاره قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان مشال راډيو ته وویل، د دوی لویه غوښتنه په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې په صوبايي اسمبلۍ کې د څوکیو وه هغه يې ومنله او دویمه غوښتنه د ایف سي ار ختمېدل وو، هغه هم ومنل شوه. او تر ټولو لوی کار دا وشو چې د شک خبره ختمه شوه چې په خېبرپښتونخوا کې ضم کېږي او که ځان له صوبه جوړول دی نو دا په ډاګه شوه چې قبایلي سیمې به په خېبرپښتونخوا کې شامېلږي.
د قبايلي سيمو د راتلونکې په اړه دوه نظرونه مخې ته راغلي ول، د مولانا فضل الرحمن جمعیت علما اسلام او د محمود خان اڅکزي پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا دریځ لرلو چې د فاټا راتلونکې فیصله دې د دغه سیمې ولس وکړي. خو بلې چې پکې مسلم لیګ ن، تحریک انصاف، پیپلز ګوند، عوامي نېشنل پارټۍ، جماعت اسلامي او ګڼو نور بیا غوښتنه کوله چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې شاملې کړل شي.