اسلام اباد: د پاکستان په پارلمان کې د قبابلي سیمو استازي وايي،حکومت دې د دوی په سیمه کې د سرشمېرنې – مردم شمارۍ – په اړه خپله کړنلاره څرګنده کړي.
اسلام اباد: د پاکستاني پوځ مشر ويلي، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه له هر ډول کمپاينه خبر دی خو دده په وينا پوځ به د منصوبې په عملي کولو کې له هيڅ قسمه قربانۍ ډډه و نکړي.
کارپوهان وايي، حکومت ته هر لس کاله پس سرشمېرنه او کور شمېرنه کول پکار ده ځکه چې په ملک کې ټول ترقیاتي کارونه د دې پر بنیاد کېږي.
نواز شريف وايي، قامي احتساب اداره (نېب) د بې ګناه خلکو کورونو او دفترونو ته ننوځي او هغوی تنګوي او دا نه ګوري چې کوم کېس سم دی او کوم نه.
د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک ویلي دي چې وفاقي حکومت ورته ډاد ورکړی چې غربي سړک به تر ۲۰۱۸ کال پورې مکمل کړي خو ترڅو چې حکومت په غربي سړک کار پیل نه کړي ترهغو به يې تسلي ونه شي.
په سند کې مېشت هندو مذهب سره تعلق لرونکو د دغه قانون په منظورۍ خوښي وښودله خو وايي ځینې نیمګړتیاوې لري او باید بدلون پکې وشي.
د خارجه چارو دفتر ویاند په وینا چې په هم دی پس منظر کې پاکستان سعودي عرب کې د ترهګرې مخینوی لپاره ګڼ ملکي اتحاد په مشقونو کې برخه اخلي.
د ذکر ده چې په پاکستان کې میشت افغان زدهکوونکي له تېرو څه وختونو راهیسې بیا بیا د خپلو ستونزو په باب شکایتونه کوي
چودري نثارعلي خان د فبرورۍ په ۱۳ مه په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل، په پاکستان کې ځینې وسلوالې ډلې د داعش له نومه ګټه پورته کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هرات پخواني والي سید فضل الله وحيدي د موندلو لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره اړیکې نیولې دي. لا تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانستان د هرات پخوانی والي د پيسو لپاره او که د سياسي وجوهاتو له کبله تښتول شوی.
امريکا پر پاکستان د اته ايف شپاړس جنګي الوتکو د خرڅولو ، له دې سره د روزنې راډار او نور سامان ورکولو منظوري ورکړې ده.
د بلوچستان د سکولونو يا ښوونځيوو د امنيت په اړه د دې صوبې د کورنيوو چارو وزير سرفراز بګټي په صوبايي اسمبلۍ کې له بحث کولو ډډه وکړه. هغه دليل راوړ چې پر داسې حساسو مسايلو ښکاره بحث نه شي کولی او د تعليمي ادارو د حفاظت لپاره يې ځيني تدابير نيولي دي.
نور وښیئ