د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا لخوا پاکستان ته د جنګي الوتکو ورکولو په سر د هند احتجاج


امريکا پر پاکستان د اته ايف شپاړس جنګي الوتکو د خرڅولو ، له دې سره د روزنې راډار او نور سامان ورکولو منظوري ورکړې ده.

د امريکا د دفاعي امنيت د همکارۍ ايجنسي چې په نورو هېوادونو د وسلو په خرڅولو کې همکاري کوي د جمعې پر ورځ ويلي دي چې دوی د ايف شپاړس الوتکود دغه پلان شوي خرڅلاو په اړه کانګرس خبر کړی دی.

د دې الوتکو ارزښت ۶۹۹ ميليونه ډالره دی.

يادې ايجنسۍ ويلي دي چې له دې سره به په جنوبي اسیا کې د دوی د ستراتژيکي ملګري هېواد امنيت پرمختګ وکړي.

ايجنسي وايي: ((دا ایف شپاړس جنګي الوتکې د پاکستان د هوايي پوځ په چوکاټ کې په هر ډول هوا او شپه کې فعالیت کولی شي، همدا شان پاکستان له دې الوتکو د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ګټه اخیستی شي.))

بلخوا د هند د بهرنېو چارو وزارت وياند ويکاس سواروپ په خپل ټويټر پغام کې هندوستان ته په اشاره ويلي دي چې له دې ګام سره د پاکستان سيمه ييز سیال مايوسه شوی دی.

نوموړی وايي دوی له دې منطق سره اتفاق نه کوي چې ګنې دا وسلې به له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لړ کې مرسته وکړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له همدې کبله نن د شنبې يا خالي په ورځ په نوي دهلي کې د امریکا سفیر هم ورغوښتی وو او په دې اړه یې خپل شکایت ورته وکړ.

البته د امريکا د دفاع ايجنسۍ ويلي دي چې له دې ګام سره به په دغه سيمه کې پر پوځي توازن کوم اغيز پرې نه وځي.

ياده دې وي چې فارن پاليسي مجلې د جمعې پر ورځ ليکلي وو چې له وسله والو ډلو سره د اسلام آباد د ملاتړ پر سر د پاکستان او امريکا ترمنځ پټ جنجال هغه وخت په ډاګه شو چې کله د امريکا د سېنټ د بهرنېو اړيکو چېرمين باب کورکر وويل چې هغه به د امريکا لخوا پر پاکستان په رعايتي بيعه د ايف ۱۶ الوتکو د خرڅولو مخه نيسي.

نوموړی ویلي پاکستان له هغه سختدريځې ډلې سره اړيکې لری کومه چې د افغانستان د بې ثباته کولو او په امريکايي ځواکونو د بريدنو اوږد تاريخ لری.

XS
SM
MD
LG