د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل: پوځ به د کوریډو په عملي‌ کولو کې له هیڅ قربانۍ ډډه ونکړي

اسلام اباد: د پاکستاني پوځ مشر ويلي، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه له هر ډول کمپاينه خبر دی خو دده په وينا پوځ به د منصوبې په عملي کولو کې له هيڅ قسمه قربانۍ ډډه و نکړي.

اسلام اباد: د پاکستاني پوځ مشر ويلي، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه له هر ډول کمپاينه خبر دی خو دده په وينا پوځ به د منصوبې په عملي کولو کې له هيڅ قسمه قربانۍ ډډه و نکړي.

دا خبره د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ای ايس پي ار له لوري په خپاره شوي بيان کې راغلې ده.

بيان وايي، جنرال راحيل شريف د جمعه په ورځ د چين پاکستان اقتصادي راهداۍ د امنيت ساتلو لپاره د پوځ د جوړې شوې ځانګړې څانګې کتنه وکړه او هلته ده ته مالومات ورکړل شو.

بيان زياتوي، پر دې موقع د پوځ مشروويل چې دغه منصوبه به په سيمه کې يو ډير لوی بدلون راولي.

ده ځانګړې ځواکونه ته امر وکړ چې د منصوبې د کاميابی لپاره دې له نورو قانون نافذونکو ادارو او د منصوبې له نورو شريکو ګډونوالو سره په تماس کې و اوسي.

بلخوا د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اخترمېنګل ویلي، د ګوادر کاشغر راهدارۍ په اړه يې لا هم د پخوا په شان اندېښنې شته او مرکزي حکومت ورته د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ ځواب نه دی ورکړی.

دا خبره نوموړي د جمعه په ماښام په کوټه کې د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق سره تر ليدووروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې کړې ده.

د خيبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونه او سياسي ګوندونه پر مرکزي حکومت دا تور لګوي چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ مغربي لار ته ارزښت نه ورکوي او د دې ټولې ګټې يې پنجاب ته اړولې دي خو مرکزي حکومت په وار وار دا تورونه ردکړي.

مرکزي حکومت وايي چې تر خيبر پښتونخوا او بلوچستان تېرېدونکې مغربي لار به د ۲۰۱۸ م کال تر جولايي پوري جوړه کړي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG