د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي مشران: حکومت دې په فاټا کې د سرشمېرنې کړنلاره څرګنده کړي


اسلام اباد: د پاکستان په پارلمان کې د قبابلي سیمو استازي وايي،حکومت دې د دوی په سیمه کې د سرشمېرنې – مردم شمارۍ – په اړه خپله کړنلاره څرګنده کړي.

دوی وايي ، دوی په دې اړه ځکه اندېښمن دي چې د پوځي عملیاتو او بد امنۍ له کبله د قبایلي سیمو په لکونو ولس په نورو ښارونو کې مېشت دي.

دوی وايي ، په ۲۰۱۱م کال کې چې کومه کور شمېرنه شوې وه په هغه وخت کې هم په یو شمېر سیمو کې عملیات او بدامني وه نو ځکه دې هغه له سره وشي.

بل پلو د پاکستان د خزانې او محصولاتو سيکټر رانا محمود قامي اسمبلۍ ته ويلي چې تر څو د امنيت په برخه کې د پوځ لخوا ډاډ ورنکړل شي تر هغو دوی په هېواد کې سرشمېرنه نه شي کولای.

رانا محمود د جمعې پر ورځ د متحده قامي مومنټ د يوه غړی د پوښتنې په ځواب کې وويل چې ولسي حکومت ټول انتظامات بشپړ کړي دي خو په ځېنو سيمو کې د امنيت وضع ته په کتو سره سرشمېرنه د پوځ د مرستې بغير نه شي کېدلای.

نوموړي هېله و ښودله چې پوځ به په دې اړه ډېر ژر حکومت ته ځواب ورکړي. د ده په وينا که چېرې پوځ د امنيت ساتلو ډاډ ورکړی نو ښايې د سږ کال په اپريل او مې مياشت کې دا کار وشي.

رانا زياته کړه چې د سرشمېرنې لپاره ټول هېواد په ۱،۶۶،۸۰۰ بلاکونو يا په برخو کې وېشل شوی دی او د هربلاک لپاره د يوه ولسي کارونکي او د يوه عسکر اړتيا ده.

په دې اړه د سراج ظهیر رپوټ دلته واورئ

قبایلي مشران: حکومت دې په فاټا کې د سرشمېرنې کړنلاره څرګنده کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG