د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د تعليمي ادارو د امنيت لپاره برجونه جوړيږي


د بلوچستان صوبې د کورنيوو چارو وزير، سرفراز بګټي
د بلوچستان صوبې د کورنيوو چارو وزير، سرفراز بګټي

د بلوچستان د سکولونو يا ښوونځيوو د امنيت په اړه د دې صوبې د کورنيوو چارو وزير سرفراز بګټي په صوبايي اسمبلۍ کې له بحث کولو ډډه وکړه. هغه دليل راوړ چې پر داسې حساسو مسايلو ښکاره بحث نه شي کولی او د تعليمي ادارو د حفاظت لپاره يې ځيني تدابير نيولي دي.

د بلوچستان حکومت وايي په خېبرپښتونخوا کې پر تعليمي ادارو تر بریدونو وروسته يې په ټوله صوبه کې د تعليمي ادارو د حفاظت لپاره قدمونه پورته کړي او په همدې لړ کې به د کوټې په شمول د ټولې صوبې تعليمي ادارو سره واچ ټاورز يا د پيرې برجونه جوړ کړي.

د بلوچستان اسمبلۍ د جمعې د ورځې په ماښامنۍ غونډه کې يوې حکومتي غړې یاسمين لهړي وغوښتل چې د يوه تحریک له لارې په دغه صوبه کې د تعليمي ادارو د ساتنې په هکله د حکومت پر هلو ځلو بحث وکړي خو د کورنيو چارو د وزیر سرفرازبګټي په دې خبره دا تحريک رد شو چې په اسمبلۍ کې پر دې بحث کول، ترهګرو ډلو ته مالومات ورکول دي.

"د پېښور سکول او باچاخان پوهنتون بريدونو پلټنې دې وشي"

سرفرازبګټي په غونډه کې وویل چې د څينو موضوعاتو د حساسيت له کبله نه شي کولی په اسمبلئ کې پرې بحث وکړي. نوموړي زياته کړه: (( د ترهګرۍ پر ضد جنګ کول ټوکې نه دي چې په اسانه يې واخلو او په هرڅه برملا بحث وکړو.))

بګټي د اسمبلۍ په غونډه کې همداراز زياته کړه چې حکومت يې د تعليمي ادارو د ساتنې لپاره په ټوله صوبه کې له تعليمي ادارو سره واچ ټاورز یا د پيرې مینارونه جوړوي، چې په لومړۍ برخه کې به يې د کوټې بېلابېل پوهنتونونو او پوهنځيو ته سل برجونه تر مارچ میاشتې پورې جوړ شي.

د صوبې د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي وویل چې حکومت او امنيتي ادارې يې د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې سره يو موټی دي او له لومړۍ ورځې راهیسې يې هر وسله وال ته د ترهګر په سترګه کتلي.

"له پوهنتون څخه به د باچا خان تصوير ليري نه کړو."

ياده دي وي چې په تېره جنوري مياشت کې وسله والو د خيبر پښتونخوا په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون حمله وکړه او د يو پروفیسر په ګډون يې يوویشت کسان ووژل. د دې حملې زمه واري تحريک طالبان پاکستان عمر منصور ډلې اخيستې وه او ګواښ يې کړی وو چې ورته بريدونه به جاري وساتي.

له همدي کبله د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د يو څه وخت لپاره ښوونځي يا سکولونه بند وو.

"پر باچا خان پوهنتون ناتار تېر شو، د پاکستان ولسمشر يې پوښتنه هم ونه کړه."

"پر باچاخان پوهنتون ناتار تېر شو، د پاکستان ولسمشر یې تپوس هم نه کوي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00

XS
SM
MD
LG