د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې فضل الله وحيدي چا تښتولی؟


سيد فضل الله واحدي
سيد فضل الله واحدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هرات پخواني والي سید فضل الله وحيدي د موندلو لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره اړیکې نیولې دي. لا تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانستان د هرات پخوانی والي د پيسو لپاره او که د سياسي وجوهاتو له کبله تښتول شوی.

افغان چارواکي وايي چې پاکستان ورته ويلي چې پوليسو لټون پيل کړی او کوشش کوي چې زر تر زره سيد فضل الله وحيدي ومومي.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته ويلي چې دوی له پاکستان څخه د وحيدي د موندلو او د هغه د تښتوونکو په اړه معلومات غوښتي. نوموړي ويلي چې اسلام اباد ورته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

وحيدي د جمعې په ورځ د اسلام اباد د ګڼې ګوڼې د يو مارکيټ سره نيزدي وتښتول شو.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت يوه چارواکی د نوم نه څرګندولو په شرط نن(شنبه) مشال راديو ته وويل چې واحدي له خپلې کورنۍ سره اسلام اباد ته د برتانيه د ویزو د تر لاسه کولو لپاره تللی و.

د اسلام آباد پولیسو وياند محمد ضياالقمر نن د شنبې پر ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې واحدي د اسلام اباد پهفېز ۷ سیمه کې یو هوټل کې اوسیده او د خپل یو ۱۲ کلن لمسي سره نيزدي ریسټورنټ ته تللی وو چې وسله والو وتښتاوه.

فضل الله وحیدي چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کونړ او ورپسې د هرات والي و د ولسمشر اشرف غني د واک په لومړیو کې هم د څه مودې لپاره د هرات د سرپرست والي په توګه دنده ترسره کوله.

تر اوسه چا د نوموړي د تښتولو پړه نه ده منلي.

XS
SM
MD
LG