د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ګڼ ملکي اتحاد جنګي مشقونو کې برخه اخلي


د خارجه چارو دفتر ویاند په وینا چې په هم دی پس منظر کې پاکستان سعودي عرب کې د ترهګرې مخینوی لپاره ګڼ ملکي اتحاد په مشقونو کې برخه اخلي.

پاکستان د ګل په ورځ د سعودي عرب په مشرې کې د ترهګرې مخنیوي لپاره د ګڼ ملکي اتحاد په مشقونو کې د برخې اخیستو تصدیق کړې دی.

دا تصدیق په سعودي عرب کې شل ملکي پوځي مشقونه شروع کیدو نه پس شوې دی.

دا پوځي مشقونه د سعودي عرب حفرالباطن کنګ خالد ملټري سټي کې روان دي.

د پاکستان د خارجه چارو دفتر خبر پاڼه د خارجه چارو ویاند نفیس زکریا لخوا وایې چې پاکستان او سعودی عرب ترمینځه د څو لسیزو راهیسي دفاعي تعاون روان دی او د دواړو ملکونو د پوځیانو د تربیت د پروګرامونو لړې هم روانه ده.

د ذکر ده د تیر کال دسمبر میاشت کې سعودي عرب اعلان کړی وو چې د ترهګرې او د سخت دریځې مخنیوي لپاره یې په څلور دیرش ملکونو مشتمل یو اتحاد یې جوړ کړې دی.

په دی ګڼ ملکي اتحاد کې سعودي عرب ، عرب امارات ، اردن ، مصر ، پاکستان ، مالدیپ ، کویت ، مراکش ، چاډ ، تیونیسیا ، قطر او ملیشیا شامل دي.

دا دی هم یاده وي چې پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو په دی اتحاد کې د ایران نه شامولو په اړه اعتراض هم مخې ته راغلې وو.

پاکستان ویلې وو چې سعودي عرب او ایران ترمینځه کړکیچ کمولو کوشش به کوي او هم دی لړ کې د پاکستان وزیراعظم او پاکستان پوځ مشر د سعودي عرب او ایران دورې هم کړې وې.

په سعودي عرب کې روان پوځي مشقونو په اړه د دفاعي چارو کار پوه او پخوانې برګیډیر م سعد وایې ،، دا پوځي مشقونه چې په سعودي عرب کې روان دی نو دا علامتي شان دی د دی داسي اهمیت نشته. په دی منطیقه کې د ترهګرې او خانه جنګې کومه مسله روانه ده نو د هغې اړخ ته دا سنجیده قدم نه دی. سعودي عرب خپل ځان غیر محفوظه ګڼي او دا کوم مشقونه کوي یا اتحادونه جوړوئ نو دا کوم ګیر چاپیره کوم خطر چې ورته دی چې هغې ته یو پیغام ورکړې چې موږ هم اتحادیان لرو،،

د دفاعي چارو کار پوه او پخوانې بریګیډیر سید نذیر په نظر چې د ترهګرې مخنیوي لپاره یو اتحاد جوړ شو خو تراوسه دا مالومه نه شوه چې دوی به څنګه عملیات کوي او کومه حکمت عملي به خپلوي.

دی زیاتوي چې دا اتحاد د پاکستان د تجرباتو نه ګټه ترلاسه کولې شي.

،، پاکستان خپله تجربه دوي سره شریکولې شي او پکار ده چې پاکستان خپله داخلي سطح باندی هم نظر وساتي ، دی خو دا وایې چې بهر موږ ځان نه شو مصروفولې ځکه چې دلته هم کار کول دي . بل اړخ ته د په سفارتي ، سیاسي او کوم سټریټیجک تعلق چې د دی سعودي عرب سره دی نو هغه هم ډیر مضبوط دی نو هغې نه هم مخ نشې اړولې خو پاکستان به څه حده پورې ځي خو داسي به نه کوي چې خپل پوځونه بل ملک ته ولیږي،،

د راپورونو ترمخه چې سعودي عرب کې روان نارت تنډر نومي دا پوځي مشق د ملکونو د شمیر په لحاظ د ټولو لوې پوځي مشق دی او په دی کې د جدید جنګي جهازونو او پوځي سامان استعمال روان دی.

XS
SM
MD
LG