د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په سمندرګي کې ۲۱ کسان ډوب شوي دي


کراچۍ - د پاکستان په ساحلي ښار کې د چارشنبې (شورو) او پنجشنبې (زیارت) تر منځ د شپې د لامبو پر مهال ۲۱ کسان ورک شوي دي.

چارواکي وايي، په ورکو شویو کې یې د ۱۹ مړي موندلي دي.

د ښار کمېشنر شعېب احمد صدیقي رسنیو ته ویلي، په سمندرګي کې د پاتې ورکو کسانو د موندنې لپاره کار کوي او د دې لپاره یې د بحري ځواک له هیلي کاپټرو هم مرسته اخیستې ده.

د مرستندویه ادارې ایدي ویاند انور کاظمي د پنجشنبې پر سهار مشال راډيو ته وویل، په موندل شویو مړیو کې د زیاترو عمرونه د ۱۷ او ۱۸ کلونو تر منځ دي:

((د کراچۍ له سمندرګي سره لګېدلې برخه هاکس بې، سینډ بیچ او کلېفټن تر ۳۲ کیلومیټرو اوږدوالی لري. دې سیمو ته د اختر د مېلو لپاره ځوانان ورځي. په دوی کې زیاتره د لامبو وهلو په نیت د سمندرګي څپو ته ورځي او هغوی دومره لرې ځي چې غاړې ته ورتګ یې شونی نه وي. [په دې ډول] هغوی د سمندرګي په څپور کې ورک شي. د پېښې زیاتره قربانیان ځوانان دي.))

انور کاظمي زیاته کړه چې موندل شوي مړي د کراچۍ جناح روغتون ته رسول شوي دي چې پکې د یو شمېر پېژندګلوي شوې او مړي یې خپلوانو ته سپارل شوي دي.

په جناح روغتون کې د کراچۍ د بلال کالونۍ یو کس چې څلور ملګري یې د پېښې ښکار شوي وايي: ((زما څلور ملګري ډوب شوي دي. دوی په سمندرګي کې لمبل. موږ د اختر د خوشالیو لپاره دلته راغلي وو. درې موندل شوي دي. هغه د کوټې ول. هلته مو مړي ولېږدول او پاتې یو کس اوس هم ورک دی. د هغه د موندنې لپاره زه کله جناح [روغتون] ته راځم او کله سي ویو (د سمندرګي تر غاړې یوه سیمه) ته. خو تر اوسه نه دي [تر لاسه] شوي.))

هر کال د جولای او اګست په میاشتو کې د اوبو د څپو د زور له کبله حکومت سمندرګي ته پر نېږدې ورتګ او هلته پر لامبو وهلو بندیز لګوي. حکومت سږکال هم د قانون ۱۴۴مې مادې یا دفعې تر مخه پر خلکو بندیز لګولی دی خو پر دې سربېره یو شمېر ځوانان هلته د لامبو وهلو لپاره ورځي او ځینې یې بیا د دې ډول پېښو ښکارېږي.

XS
SM
MD
LG