د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر دیر د وسله والو د حملې په غبرګون کابل ته احتجاج وکړ

په بر دیر کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د وسله والو تر برید وروسته اسلام اباد، کابل ته احتجاج کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې (یا شورو) پر ورځ په یوه بیان کې وویل، وسله والو د سې شنبې او چارشنبې تر منځ د شپې په بر دیر کې د پاکستان پوځ پر پوستې برید وکړ.

بیان وايي، وسله وال له افغانستانه وراوښتي ول او په ځوابي کارروايۍ کې لږ تر لږه اووه وسله وال ووژل شول او نهه ژوبل شول.

تر دې وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شازده فېیر وروغوښت او ورته یې احتجاج وکړ.

بیان زیاتوي، پاکستان افغان ډېپلوماټ ته وویل، پر داسې وخت چې پاکستان په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي، افغانستان ته په کار دي چې ورسره همکاري وکړي او د وسله والو مخه ونیسي.

افغانستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG