د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستانی پوځ دې بې ګناه وزیرستانیان نه وژني'


د وزیرستان مشرانو د پاکستان له رسنیو هم ګیله وکړه چې په ریښتیا او حقایقو ولاړ خبرونه نه خپروي.

د شمالي وزیرستان قبایلي مشران وايي، د پاکستان پوځ په سیمه کې د وسله والو پر ځای د بې ګناه خلکو پر ضد عملیات پیل کړي دي. دوی پر پوځ غږ کړی دی چې د بېګناه ولس وژنې دې بندې کړي.


د وزیرستان مشرانو د پاکستان له رسنیو هم ګیله وکړه چې په ریښتیا او حقایقو ولاړ خبرونه نه خپروي. مشرانو د پاکستان سپریم کورټ له مشر قاضي د میر علي د بمبارۍ او ولسي وګړو پخپله یا سوموټو نوټس دې واخلي.

دا خبرې دوی د پېښور خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته کړې دي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د پاکستان پوځ په میرعلي کې بمباري وکړه او د ولسي وګړو په خبره، شا و خوا ۷۰ کسان یې ووژل. د پاکستان پوځ وايي، وسله وال یې وژلي دي. تفصیل په دې رپورټ کې.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG