د خیبر پښتونخوا حکومت یو ځل بیا د پاکستان له وفاقي حکومته د برېښنا ورکوونکې ادارې او د برېښنا پیدا کولو واک صوبې ته د ورکولو غوښتنه کړې ده.
تېر ماښام د صوبايي کابینې تر غونډې وروسته د پښتونخوا اطلاعاتو وزیر شاه فرمان وویل، وزیر اعلا پروېز خټک د دوو بېلو لیکونو له لارې له وزیر اعظم او د اوبو او برېښنا له وفاقي وزیره د صوبې د برېښنا جوړونې، وېش او تنظیم ټول واک غوښتنه کړې ده: کټ
تر دې مخکې وړمه شپه وزیر اعظم نواز شریف یوازې د صوبې برېښنا وېشلو ادارې پېسکو واک پښتونخوا ته سپارلی وو خو اعلا وزیر پروېز خټک د دې واک له اخیستو انکار وکړ او و یې ویل چې د برېښنا ټولې چارې سمبالول غواړي.
نښلول
شریک کړئ
راپور
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:02:52
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.