د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسۍ: د پولیو کارکوونکو کاربندیز کړی


په خیبر ایجنسۍ کې د پولیو مهم ځینې کارکونکیو او رضاکارو په سیمه کې په دغه کمپین کې د برخه اخیستلو نه انکار کړی، دوی وایي تر څو چې یې حکومت غوښتنې نه وي پوره کړي، تر هغې به کار ته نه ورځي.

ایکسپریس ټراییبیون ورځپاڼه لیکي په خیبر ایجنسۍ کې د پولیو مهم ځینې کارکونکیو او رضاکارو په سیمه کې په دغه کمپین کې د برخه اخیستلو نه انکار کړی، دوی وایي تر څو چې یې حکومت غوښتنې نه وي پوره کړي، ترهغې به کار ته نه ورځي.



ایکپریس ټراییبیون ورځپاڼه لیکي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امنیت د خرابې وضعې له عمله ماشومان د پولیو څاڅکو نه محرومه پاتې کیږي. په خیبر ایجنسۍ کې د پولیو مهم به د شيډول مطابق تر سره کیږي، خو په دغه کمپین کې څلورو سوو رضاکارو د برخه اخیستلو نه انکار کړی دی. او دا ځل د صحت محکمې یو شمیر چارواکو هم په پولیو مهم کې د برخه نه اخیستلو دړکه ورکړي.

د دغه کارکونکیو په خبره حکومت د پولیو مهم کارکونکیو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلۍ نو ځکه دوی اوس په دغه کمپین کې برخه نشی اخیستلی.

ورځپاڼه لیکې د خیبر ایجنسۍ اتو کارکونکیو له وړاندي نه په دغه مهم کې د برخه نه اخیستلو فیصله کړې ده، او د خپلو استفاګانو په اړه یې د صحت محکمې ته هم وییلي دي. دوی وایې تر څو چې یې غوښتنې نه وي پوره شوې تر هغې نشی کولی چې د پولیو کمپین کې برخه ولري.

ورځپاڼه د سیمې د صحت د یو چارواکي لخوا لیکې ځینو کارکونکیو په دې لړ کې دوی ته خپلې استفاګانې رالیږلې دي. ایجنسي سرجن ډاکټر سیمین جان وایې د پولیو کمپین د تر سره کولو لپاره اوس دوی له مخکې زیات مشکلات لري. په خیبر کې به د پولیو مهم د جنورۍ په میاشت کې پیلیږي، او ډاکټر سیمین وایي له دغې لپاره یی ۳۲۸ ټیمونه جوړ کړي، چې پکې ۴۰۰ رضاکارو او یو میډیکل افیسر د ګډون کولو نه انکار کړی دی.

د خیبر ایجنسۍ پیرا میډکس ایسوسی ایشن د تیر ګل په ورځ یوه غونډه وکړه، دوی د خپلو مشکلاتو په اړه خبري وکړي، او دا یي وویل، تر څو چې دوی ته سیکیورټي نوي ورکړل شوې، او د دوی د وژل شوو کارکونکیو کورنیو سره مالي مرستې نوي شوې ، تر هغې پورې په پولیو مهم کې برخه نشی اخیستلی.

د خیبر د پیرامیډکس ایسوسي ایشن مشر عبدال حلیم وایې په تیرو لسو ورځو کې د دوی دوه پولیو کارکونکي ووژل شول، او په جمرود سیمه کې د پولیم مهم تر سره کول یو مشکل کار دی، هغه وایي باید حکومت د وژل شوو کارکونکیو د کورنیو سره مرستې وکړي.

عبدال حلیم وایې د حیرانتیا خبره دا ده، حکومت تر اوسه پوري دوی ته هیڅ سیکیورټي نده ورکړی، او دا هم ورته مالومه ده، چې راروان پولیو مهم په دغه سیمه کې په جنورۍ کې ترسره کیږي، خو بیا یي هم په دې اړه هیڅ عملي کار ندی کړی.

عبدال حلیم وایي باید حکومت د وژل شوو کورنیو غړو ته نوکریانې ورکړي، او ورسره مالي مرستې وکړي. هغه وایي حکومت دوی ته د پولیو مهم د تر سره کولو هم وایي او په دي لړ کې هیڅ سهولتونه او سیکیورتي هم نه ورکوي.
XS
SM
MD
LG