د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې نظیر بوټو تلین لمانځل کېږي


بې نظیر بوټو
بې نظیر بوټو

د پیپلز ګوند مشره او پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بټو د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په ۲۷ نیټه د پنجاب پینډۍ ښار په لیاقت باغ کې هغه مهال وژل شوې وه کله چې نوموړی د هغه وخت د ټولټاکنو جلسې د وینا کولو روسته خپل منزل ته روانه وه.

کراچۍ :د پاکستان د پخوانۍ لمړۍ وزیرې او د پیپلز ګوند د وژل شوې مشرې بې نظیر بټو شپږم تلین نن د جمعې پر ورځ نمانځل کیږي.


په تلین کې د ګډون لپاره د کراچۍ په ګډون د ټول پاکستان څخه د پیپلز ګوند غړي او مشران د بې نظیربټو پلرني ټاټوبي نوډیرو ته رسیدلي دي.

د پیپلز ګوند د کراچۍ د اطلاعاتو مسئول لطیف مغل مشال ریډیو ته ویلي دي د سږني تلین په مناسبت دستوره نن د جمعې په سهر نهه بجې شورو کیږي ، او ترماښامه به دوام لري.

"د تلین په دستوره کې د پیپلز ګوند د ټول پاکستان نه راغلي مشران ګډون کوي ، پخوانی صدر اصف علي زرداري پرون د زیارت په ورځ هلته رسیدلی دی ، د تلین غونډې ته به نن ماښام د پیپلز ګوند چېئرمېن بلاول بټو زرداري وینا کوي ، د آغلې بټو د وژنې د کیس په لړ کې تراوسه د لاسته راوړنو په بابله به هم د ګوند په مرکزي غونډه کې خبرې کیږي"

د لطیف مغل په خبره د تلین لپاره یې ټول انتظامات مکمل کړي دي او امنیت لپاره سیند حکومت ۶ زره امنیتي سرتیري د جلسې په ځایې کې تعینات کړي دي.

ددې ترڅنګ د بې نظیر بټو د تلین په مناسبت د سند په ټوله صوبه کې رخصتي ده، د صوبایي حکومت تر واک لاندې ټولې ادارې او شخصي سکولونه بند دي.

یاده دې وي د پیپلز ګوند مشره او پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بټو د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په ۲۷ نیټه د پنجاب پینډۍ ښار په لیاقت باغ کې هغه مهال وژل شوې وه کله چې نوموړی د هغه وخت د ټولټاکنو جلسې د وینا کولو روسته خپل منزل ته روانه وه.

د بینظیر بټو د وژنې تحقیقات د تېرو ۶ کلنو راهسې روان دي خو تراوسه په دغې پلټنو کې د پام وړ پرمختګ نه دې شوې.

دغه پلټنې د پاکستان د تحقیقاتو مرکزي اداره (ایف ایي ای ) کوي.

امنیتي ادارو د بینظیر بټو د وژنې په تور کې د ۲۰۰۸ کال راپه دې خوا پنځه مشکوک کسان نیولي شوي دي.

د نوموړې په وژنه کې پلټونکې ډله د وسله والو طالبانو او په تېره بیا ددغې ډلې د وژل شوي مشر بیت الله محسود لاس ګڼي ، ددې ترڅنګ د پاکستان پخواني فوجي ولسمشر پرویز مشرف باندې د بېنظیر بټو د وژنې په کیس کې د ککړتیا تورونه لګیدلي دي او هغه په دې کیس کې مرکزي مجرم نومول شوی، خو نوموړی په دې کیس تېره میاشت له محکمې ضمانت اخیستی دی .
XS
SM
MD
LG