د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې دې د عام ولس پر ضد عملیات ودرول شي


د فاټا قامي اسمبلۍ غړیو له حکومته غوښتنه کړې چې په شمالې وزيرستان کې دې د عام ولس پر ضد روان پوځي آپريشن ژر تر ژره بند کړي او ګرځبندېز دې هم په مکمله توګه ختم کړي.

د فاټا قامي اسمبلۍ غړیو له حکومته غوښتنه کړې چې په شمالې وزيرستان کې دې د عام ولس پر ضد روان پوځي آپريشن ژر تر ژره بند کړي او ګرځبندېز دې هم په مکمله توګه ختم کړي.



بېګا ماښام د اسلام آباد په پرېس کلب کې د خبري غونډې پرمهال د شمالي وزيرستان قامي اسمبلۍ غړي محمد نظير وويل، چې تردې دمه په دغه اپريشن کې ٧٣ عام وګړي وژل شوي دي او ګڼو ودانو، دکانونو او هوټلونو ته هم زيان رسيدلي دي.

نوموړی وويل چې، (موږ وزيراعظم نواز شريف او داخله چارو وزير چودري نثار سره له تيرو ٤ ورځو د تماس نيولو هڅه کوؤ خو کاميابه نشو نو د دې خبري غونډې په ذريعه موږ حکومت او پوځ ته دا وويل غواړو چې ژر تر ژره دې په سيمه کې عمليات ودروي، کرفيو دې ختمه کړي او د عام ولس د سر او مال تحفظ دې باوري کړي.)

په خبري غونډه کې د جنوبي وزيرستان د مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړې غالب خان وزير او د جميعت علماء اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ غړې محمد جمال الدين هم موجود ول.

له خبري غونډې وروستو له مشال ريډيو سره په خبرو کې محمد جمال الدين وويل چې په سيمه کې طالبان خپله کاروايي وکړي او ولاړ شي او له هغې وروستو پوځ عمليات شروع کړي چې پکې زياتره عام خلک وژل کېږي نو موږ دا وايو چې حکومت دې د يو سړي په ګناه کې ټول کلی مجرم نه ګرځوي اوبې جوازه دې پرې بمباري نه کوي، که حکومت خپل دا عمليات هم دغسې جاري وساتل نو د ځايي خلکو په زړونو کې به د حکومت لپاره نفرت زياتېږي او موږ نه غواړو چې د خلکو په زړونو کې د حکومت لپاره نفرت زيات شي.

مشال راډیو چې کله له غالب خان وزيره وپوښتل چې تعلق يې هم له حکمران جماعت سره هغوی تراوسه عمليات ودرولو کې ولې کامياب نشول، نو په ځواب کې نوموړی وايي، چې وزيراعظم او داخله چارو وزير دا غواړي چې په سيمه کې امن راشي او پوځي عمليات ودريږي او حکومت دا هم کوښښ کوي چې له طالبانو سره امن مذاکرات شروع کړي.

ياده دې وي چې په تيره اونۍ کې د شمالي وزيرستان په کجوري چيک پوسټ طالبانو یو ځانوژنکی بريد کړې وو، چې له وجې په سيمه کې حالات کړکېچن شول او پوځ يې په ضد په سيمه کې عمليات شروع کړل.

احمدالله- مشال راډیواسلام آباد
XS
SM
MD
LG