د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف د فبرورۍ پر پینځمه تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر کې ومړ. پخوانی جنرال پروېز مشرف شاوخوا نهه کاله په واک کې پاتې شوی وو او په خپله واکمنۍ کې یې پاکستان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې ورشامل کړ. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.