د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیې او سوریې کې زلزلې لویه مرګژوبله اړولې


په ترکیې او سوریې کې زلزلې لویه مرګژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

د فبرورۍ پر شپږمه سهار وختي د ترکیې او سوریې (شام) په یوشمېر برخو کې زورورې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. پر رېښتر پیمانه د زلزلې زور ۷.۸ ثبت شوی دی چې ګڼو ودانیو او بېخبنا ته یې زیان اړولی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي، د زلزلې مرکز د ترکیې او سوریې پولې ته نېږدې وو. د ده په خبره، په ترکیه کې تر ۹۰۰ زیات او په سوریه کې ۳۰۰ کسان وژل شوي دي. په ترکیې او شام کې مرستندویه چارې روانې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG