د کراچۍ په زندان کې بندیان بېلا بېل هنرونه زده کوي
د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندیانو ته د انځورګرۍ، موسیقۍ او ځینو نورو هنرونو زده کړې ورکول کېږي. د زندان انتظامیه وايي چې هلته شاوخوا شپږ زره بندیان دي چې پکې له ۱۵۰۰ زیاتو ته روزنه ورکوي. بلخوا قیدیان وايي چې د دې روزنیز پروګرام له لارې یې نه یوازې زده کړه کېږي بلکې خپلې کورنۍ سره مالي مرستې هم کوي. انیسه اجمل په دې اړه د ایسوشېټېډ پرېس اژانس د ویډیو پر اساس دا رپورټ وړاندې کوي.