د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر ویلي دي چې په زندان کې چې څوک هم ورغلي دي ورته یې ویلي چې ټولې هلې ځلې د پاکستان له قانون او ایین سره سمې کوي. نوموړي دا خبره د فبرورۍ پر ۱۵مه د کراچۍ له زندانه تر خوشې کېدو یوه ورځ وروسته له مشال راډیو سره په ځانګړې ویډویي مرکه کې کړې ده.