په پېښور کې د موسیقۍ اتڼ انځورګرۍ او نورو هنرونو په اړه د خېبر پښتونخوا د پوهنتونونو سکولونو او کالجونو د ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه.په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
اسلام اباد - اسلام اباد هایکورټ مذهبي ګوندونو او ډلو ته امر کړی چې خپله احتجاجي ناسته ختمه کړي. له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د یو شمېر مذهبي ډلو ګڼ مشران او غړي د پېنډۍ په فیض اباد کې ناست دي او وايي، په یوه ترمیمي قانون کې دې د ختم نبوت په اړه الفاظ بدل شي.په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د کابل ښار د لب جر سیمې په انتحاري حمله کې یو شمېر پولیس سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. ويډیو او اېډېټ سباوون کاکړ
معذورانو ته دې د پاکستان پارلېمان کې ونډه ورکړل شي
د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف احتساب عدالت ته تر وړاندې کېدو ورستو رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، د بیا-کتنې پر درخواست چې څنګه فیصله راغله نو په هغې کې د عدالت لپاره یو پيغام وو چې نوازشريف دې هرو مرو سزا کړل شي. نوموړی وویل دی پوهېږي چې ده ته د چا په خوښته سزا ورکول کېږي. د
د فېض اباد لار دې ژر تر ژره خلاصه کړل شي په پاکستان کې د راولپنډۍ او اسلام اباد ولس وایي چې د فېض اباد روډ د بندېدو له وجې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، له یوې خوا ماشومان سکولونه ته په وخت نه شي رسیدای او له بلخوا دوی دفترونه ته. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې دا سرګ دې ژر تر ژره خلاص
که څه هم له پاکستانه کندهار ته د راغلو افغان مهاجرو کره شمېره معلومه نه ده، خو په کندهار کې د کډوالو او مهاجرينو رئيس محمد عظيم نوابي وايي چې سږکال د پاکستان څخه د راغلو کډوالو شمېر نېژدې دوه نيم زره کورنيو ته رسېږي. محمد عظيم نوابي وايي چې په جنوب کې هم د جنګونو او ناامنيو له کبله تر اووه
د قامي وطن ګوند د ښځو څانګې په ډېره اسماعیل خان کې د یوې نجلۍ د بې پردې کولو په کلي کې د ګرځولو د پېښې غندنه کړې. د ۱۶ کلنې نجلۍ د بې حجابه کولو پېښه د اکتوبر پر ۲۷مه شوې وه. پولیس وايي، یو شمېر کسان یې نیولي. پر دې موضوع مو د قامي وطن ګوند له دوو مخکښانو نصرت خټک او نرګس امین سره خبرې کړې دي
د عراق او ایران پر پوله سیمه د ۷،۳ زور زلزلې سلګونه کسان وژلي او زرګونه یې ژوبل کړي دي. دا په عراق کې د یوه دفتر دننه په لګېدلې کیمرې ثبت شوې ویډیو ده.
د نادره مارغانو ښکاریان وايي، په قبایلي سیمو کې د اوږدمهاله ناامنیو له کبله نه یوازې له نورو هېوادونو څخه د مارغانو ورتګ کم شوی، بلکې د دوی کاروبار یې هم اغېزمن کړی دی. دا ښکاریان په بېلا بېلو سیمو ګرځي او په مومندو کې هم د مارغانو ښکار کوي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ