ایراني چارواکي وايي، له عراق سره پر پوله سیمه کې زلزلې له ۳۰۰ څخه زیات کسان وژلي او شاوخوا ۲،۵۰۰ یې ژوبل کړي دي. پر رېښتر درجې د زلزلې زور ۷،۳ وو چې تر ټولو زیات یې د ایران کرمانشاه ولایت ځپلی. ورسره پر پوله د عراق په سیمه کې هم یو شمېر کسان وژل شوي او له ۳۰۰ زیات ژوبل دي. زلزله له ترکیې څخه تر کوېته محسوس شوې ده.