په پېښور کې د سېکانو په ښوونځي له عصري او دیني تعلیم سره سره موسیقي هم زده کوي. دا سکول په ۱۹۹۰مه لسیزه کې جوړ شوی او منتظمین یې وايي چې د سېکانو ټولنه یې تمویلوي. دوی له شاوخوا ۱۰۰ بې وزله ماشومانو څخه پیسې هم نه اخلي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ملګرو ملتونو ادارې – یونیسیف - چارواکو او د ماشومانو ډاکټرانو د شنبې په ورځ په پېښور پریس کلب کې خبري غونډې ته ویلي چې په پاکستان کې هر دویم ماشوم د څه نا څه غزايي کمۍ سره مخامخ دی. د مشال راډیو خبریال غلام غوث د ماشومانو د حقونو او خېر ښېګړې لپاره د یونیسیف د غزاییت د څانګی د خېبر پښتو
د جارجيا کايټيورا ښارګوټی چې ډېر ښکلی دی خو د هغو کېبل ګاډو يا ځانګوګانو له وجې مشهور شوی چې ۶۴ کاله پخوا جوړې شوي خو نړۍ ته هله په ډاګه شوې چې عکسونه يې په انټرنيټ خپاره شول. اوس کايټيورا زړه راښکونکی ځای جوړ شوی او سېلانيانو ورته مخه کړې.
په ماسکو کې يوه ازبکه کډواله وېلنتينا چوپېک نورو کډوالو ته روزنه ورکوي چې له پوليسو سره به څنګه خبرې کوي. دا کډوال ګېلا کوي چې پوليسو ورسره سم چلند نه کوي. وېلنتينا چوپېک يوه ډرامه جوړه کړې چې په کې کډوال د پوليسو رول لوبوی.
د فاټا ولس ته دې د اېف سي ار له تور قانونه خلاص کړل شي
پخوا مې ریفرېنډم غوښت خو اوس فاټا په خ.پښتونخوا کې ګډول غواړم. قادري
په کوټه کې د عوامي مجلس عمل پاکستان غړي په یو احتجاجي کیمپ کې له حکومته په پاکستان کې د پښتنو بلاک شوي شناختي کارډونو د خلاصولو غوښتنه کوله.دوی وايي،که حکومت د دوی دا غوښتنه ونه مني نو به د نه خوړلو په احتساب لاس پورې کړي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیو وګورئ.
په پېښور کې د موسیقۍ اتڼ انځورګرۍ او نورو هنرونو په اړه د خېبر پښتونخوا د پوهنتونونو سکولونو او کالجونو د ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه.په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
اسلام اباد - اسلام اباد هایکورټ مذهبي ګوندونو او ډلو ته امر کړی چې خپله احتجاجي ناسته ختمه کړي. له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د یو شمېر مذهبي ډلو ګڼ مشران او غړي د پېنډۍ په فیض اباد کې ناست دي او وايي، په یوه ترمیمي قانون کې دې د ختم نبوت په اړه الفاظ بدل شي.په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ