د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نوازشريف د فرد جرم لګولو ورستو نن لومړي اورېدنه وشوه


په نوازشريف د فرد جرم لګولو ورستو نن لومړي اورېدنه وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف احتساب عدالت ته تر وړاندې کېدو ورستو رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، د بیا-کتنې پر درخواست چې څنګه فیصله راغله نو په هغې کې د عدالت لپاره یو پيغام وو چې نوازشريف دې هرو مرو سزا کړل شي. نوموړی وویل دی پوهېږي چې ده ته د چا په خوښته سزا ورکول کېږي. د نومبر په اتمه (۸) نوازشريف او د هغه په کورنۍ د فرد جرم لګولو ورستو نن د شورو پر ورځ په احتساب عدالت کې اورېدنه وشوه چې پکې نوازشريف، د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن رېټايرډ صفدر موجود وو.

XS
SM
MD
LG