جارجیا هم د پښتونخوا او افغانستان په څېر سمسور غرونه لري چې پکې په ژمي کې ډېره واوره کېږي. شپانه هر کال په غرونو کې خپلې رمي پیايي، خو تر ژمي مخکې له غرونو روانېږي. دوی چېرې ځي؟ د دې ځواب په انځوریزه ویډیو کې.
پاکستان د یکشنبې پر ماښام په لاهور کې د سریلانکا لوبډلې ته ماته ورکړه. له دې سره د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ هم پاکستان وګټله. د دې لوبې ځانګړتیا په دې کې وه چې شاوخوا اته کاله وروسته، یوه نړیواله لوبډله پاکستان ته ورغلله. د سیالۍ په اړه انځوریزه ګالري وګورئ.
د تېرې يکشنبې په ورځ له جمروده تر اسلام اباده پېدل سفر پیل کوونکی کرل زاده کثرت رای د جمعې په ماښام اسلام اباد ته راورسېد. د ‘همارا پاکستان واک‘ په نوم د دې لاريون مقصد قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې ګډول او له دغه سيمو اېف سي ار ختمولو لپاره اواز پورته کول وو.په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپ
د کاتلونیا پارلېمان له سپېنه خپلواکي اعلان کړه
په کوټه کې په لومړي ځل داسې رسټورانټ پرانستل شوی دی چې مېرمنې پکې کار کوي. د رسټورانټ مالکه وايي ، هدف یې دا دی چې مېرمنې پیاوړې کړي. په دې اړه د مشال راډیو ویډیو وګورئ.
د قامي اسمبلۍ لپاره د پېښور پر اېن اې ۴ ضمني ټاکنې کېږي
په بلوچستان کې د روغتیا کارپوهانو ویلي دي چې په پاکستان کې له دوو کروړو زیات خلک د هډوکیو په ناروغۍ اخته دي چې لویه برخه پکې د ښځو ده. دوی وايي ښه خواړه او ورزش د هډوکیو ناروغي ختمولای شي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په نوي ډيلي کې ویلي، امریکا او سیمه ییز ملګري یې د پاکستان په اړه اندېښنه لري ځکه چې هلته ترهګرې ډلې پټنځایونه لري. نوموړي د اکتوبر پر ۲۵مه له خپلې هندۍ سیالې سوشما سوراج سره خبري غونډې ته وینا کړې چې په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیو وګورئ.
له وزیرستانه تر ګوادره امن رېلي
په پېښور پریس کلب کې د سېشنبې پر ورځ په یو خبري کانفرنس کې د ټول پاکستان د نرښځیانو د اتحادیې مشرانو غوښتنه کړې چې په قومي او صوبايي اسمبلیو کې دې دوي ته څوکۍ ورکړل شي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
په کوټه کې د ګوزڼ ضد نړیوالې ورځې په مناسبت یو غونډه شوې ده چې پکې د روغتیا نړيوالو ادارو او ځايي چارواکو ، دیني عالمانو او د ګوزڼ ضد ښځینه کارکونکو کډون کړي وو. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ