د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابا ولي د اوبو برېښنا سټېشن په ۱۳۱۴ ه کال کې جوړ شوی.
د دغه بند د بریښنا سټېشن د کورنیو جګړو پر مهال تخریب او په دې وروستیو کې د کندهار د بریښنا شرکت له خوا بیرته فعال شو.
د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې دغه د برېښنا سټېشن له ۲۵۰ څخه نیولې تر ۳۰۰ کیلو واټ پورې برېښنا تولیدوي او د ارغنداب ولسوالۍ ۸۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکوي .
په کندهار ښار کې لا هم کافي برېښنا نشته خلک غوښتنه کوي، چې د دهلې د بند توربین دې هم فعال شې ترڅو په نسبي ډول د برېښنا په برخه کې د خلکو ضرورتونه پوره شې .
په کندهار کې د مشال راډیو خبریال محمدصادق رښتینی د باباولي د بريښنا سټېشن په اړه دغه وېډيي راپور را استولي .